څنګه کولای شو ځان له نورو سره پرتله نکړو؟

کله چې ځان له نورو سره پرتله کوو، نو معمولا خپل د کمزورۍ ټکي د نورو د قوت ټکو پر وړاندې راولو او دغه چاره بوږنوونکې ده. د انسان په څېر، مڼه او مالته هم له يوې کورنۍ دي؛ خو تر خپل منځ دومره توپير لري چې پرتله کول يې هېڅ کوم دليل نلري.

موږ ټول سره له دې چې له يو او بله توپير لرو، خو بيا هم لېواله يؤ چې ځان له نورو سره پرتله کړو. دا د انسان طبيعت او ذات دی او په دې سره له نورو څخه زده کړه د انتقادي تصميم نيونې يوه برخه جوړوي. پرتله کول که د بدن د يو منفي يا له حقيقته لرې تصوير د غښتلي کولو لپاره وکارول شي، نو دا يو ډېر ناسالمه عادت دی.

پړاوونه

۱- دا تشخيص کړئ چې له نورو سره مو د ځان پرتله کول يو بد عادت دی

ټولنه بې عيبه پوستکی، راوتلې سترګې، ښکلې شونډې، وړه پوزه، سپين او مرتب غاښونه، اوږده او نرم وېښته، ښکلی او متناسب اندام او په زړه پورې لباس د ښځو د ښکلا او ښايست اوصاف ښيي او دغه ډول صفت لرونکې ښځې خوشحاله معرفي کوي. همداراز لوړ قد، ښه پوستکی، عضله لرونکې ګېډه او د غوره ډيزاينونو لباسونه د ښه او خوشحاله نارينه ؤ د اوصافو په توګه معرفي کوي.

ټولنه په جدي ډول د خلکو په مغزي وينځلو کې د دې باور لپاره چې بايد ځانګړې ظاهري بڼه ولري، ځانګړی چلند له ځانه ښيي. د ټولنې له نظره، يو شخص چې ځانګړی او خاص وي نو ډېر بريالی دی؛ په داسې حال کې چې دا يو واقعيت دی چې موږ په بشپړ ډول متفاوت يؤ. هغه کار چې ټولنه يې ترسره کوي، د اشخاصو ډلبندي ده او غواړي باور وکړئ چې د ژوند سبک مو وروستي حد کې نه دی او د خوښ پاتې کېدو لپاره لږ حق لرئ.

په همدې دليل ده چې ډېرې ښځې او نارينه پلاستيکي جراحۍ ته مخه کوي او له ټولنې ځانونه لرې کوي. له نورو سره د ځان پرتله کول د نفس اعتماد د ځپلو لپاره غوره لاره ده.

په آخر کې مو دا په همېشنۍ هيلې اوړي چې د يو بل کس يا په بل موقعيت کې دې وی. دغه څيزونه تاسې هېڅ ځای ته نه رسوي، ستاسې وخت ضايع کوي او تاسې له رواني اړخه ګډوډوي.

۲- دا تشخيص کړئ چې متفاوت شخص ياست

هېڅ څوک نشي کولی پرته له دې چې خپله مو وغواړئ، د دې لامل شي چې تاسې دې د حقارت احساس وکړئ. اشخاص د دې لپاره پيدا شوي چې متفاوته واوسي. هېڅ داسې دوه کسان نشته چې په بشپړه توګه يو ډول او ورته واوسي. موږ متفاوت ليدلوري لرو، د مختلفو مسائلو په اړه فکر کوو، متفاوتې تجربې لرو او متفاوت عواطف حس کوو.

حتی يو رنګه دوګوني هم خپلو منځونو کې سره تفاوت لري. موږ ټول تل پرمختګ لرو؛ هېڅ څوک بې عيبه نه دی، هغه که دروني وي او بيروني. سره له دې چې ډېری غواړي د دې چارې خلاف هڅه وکړي، خو بشپړ انسان نشته. ښه ده نورو ته اجازه ورنکړئ چې مغزونو ته مو نفوذ وکړي او خپله هم د هغه څه په اړه چې د نورو په حق کې يې ترسره کوئ، هوښیار واوسئ.

۳- دا چې خپله واوسئ، مه ډارېږئ

هر ډول، قد، رنګ، ژبه او جنسيت چې لرئ، دا چې خپله ياست نو مه ډارېږئ. هېڅ څوک پرته له خپل ځانه مو دا حق نلري ستاسې حريم ته دننه شي او تاسې ته د دا وکړه او هغه مه کړه د کولو امر وکړي.

ټول انسانان په يو ډول دې نړۍ ته راځي؛ موږ ټول بوډاګان کېږو، احساس کوو، شننه کوو او بالاخره مرو، نو هېڅ څوک له نورو څخه ځانګړی نه دی. که دا مو هېر کړي وي چې څوک ياست، نو بيا ځلې خپل ځان ومومئ.

۴- بښنه وکړئ او زده کړه ترلاسه کړئ

په زړه کې مو د کينې ساتل یوازې تاسې له هغه څه څخه لرې کوي چې تاسې يې په ژوند کې غواړئ. بايد خپلې کينې لرې کړئ او ځان ترې ازاد کړئ. شننه وکړئ چې څه څيزونه ستاسې د زورولو لامل ګرځي او نور اجازه مه ورکوئ چې هغه څيزونه مو په ژوند کې پېښ شي.

۵- دا درک کړئ چې ټول څيزونه ممکن نه دي

ښايي دا مو اورېدلي وي چې غير ممکن موجود نه دی. پهحقيقت کې دا يو ډول انکار او يو کاذبه هيله ده. تاسې نشئ کولی چې والوزئ، هوا کې بدلون راولئ، خپل عمر اوږد کړئ، تېر يا ماضي ته وګرځئ، همېشنی ژوند ولرئ، نورو وګړو کې بدلون راولئ مګر دا چې دوی خپله وغواړي او له ټولو اشخاصو سره سازښت وکړئ.

ډېر داسې نور څيزونه هم شته چې به حقيقت کې موجود نه دي او شونې نه ده چې رامنځته شي. نو په همدې اساس خپله واوسئ او د ځان درناوی مو وکړئ.

۶- له بدلون سره سازښت وکړئ او ويې منئ

هر هغه څه چې ستاسې د خوښۍ لامل ګرځي، نو درته ښه ده. که احساس کوئ چې پرمختګ ته اړتيا لرئ او د ځان لپاره مو د لاسته راوړلو وړ موخه ټاکلې ده؛ نو ورپسې ورشئ.

که باور لرئ چې رښتيا هم بدلون ته اړ ياست، نو همدا اوس لاس پکار شئ. له ترسره کولو څخه يې ډاډه اوسئ، دا ځکه چې دا هغه څه دي چې ستاسې د خوښۍ لامل ګرځي.

ځان ته مو وخت ورکړئ او د نورو لاسنيوی وکړئ. يو نوی مهارت زده کړئ. د خپلې چټکتيا کچه مو لوړه کړئ.

دا زده کړئ چې څنګه په ښه ډول ليکنې وکړئ، له نورو سره مهربانه واوسئ، ډېره تفرېح وکړئ، په چټک ډول ځغاسته وکړئ، ښه سينګار وکړئ، داسې لباسونه پيدا کړئ چې بدن ته مو متناسب وي، د رتبې لوړېدو لپاره په کارځای کې ډېره هڅه وکړئ، وخت مو په سمه توګه مديريت کړئ، له بې ځايه خيالونو لاس واخلې… دغه کړنې د دې لپاره ترسره کړئ چې ښه احساس پيدا کړئ، نه دا چې بد احساس ځان ته پيدا کړئ. دا ستاسې ژوند دی!

مهم ټکي

۱- خپل ځان ته له لومړيتوب ورکولو مه ډارېږئ. تاسې هم اړتياوې لرئ. له ځانه مو ساتنه وکړئ. که دا عادت لرئ چې تل د نورو غوښتنې پوره کړئ، نو دا زده کړئ چې څنګه دغه عادت پرېږدئ.

۲- څو ګډ او ښه ملګري پيدا کړئ. مطلب د ښو ملګرو حلقې جوړې کړئ.

۳- د خپل ځان اصل واوسئ نه دا چې د نورو د کاپي کولو هڅه وکړئ.

۴- دا زده کړئ چې صبور واوسئ او نورو ومنئ. دغه کړنه زياد تمرين ته اړتيا لري، خو په اوږدمهالي ډول د ټولو په ګټه ده.

۵- درک کړئ چې ډېرې کړنلارې د ډېرو لپاره ښې دي، خو ستاسې لپاره نه. کله چې داسې څه پېښېږي، مه لاس په سر کېږئ. بيا هم هڅه وکړئ.

۶- له خپلو تجربو زده کړه وکړئ.

۷- که اوس هم د خپلو غوسو، ناهيليو او تشويشونو د تشولو لپاره کومه لاره نه لرئ، نو يوه لاره هرو مرو پيدا کړئ. د بېلګې په ډول: خاطرې مو وليکئ، ورزش ته مخه کړئ، له هغه چا سره خبرې وکړئ چې باور پرې لرئ. د دغې کړنې د ترسره کولو لپاره همدا اوس لاس پکار شئ او داسې مه واياست چې اوس يې وخت نه دی. په دې کار سره به تاسې راتلونکې کې ځان ته داسې نه وايئ چې کاش مې داسې نه کولی او داسې مې کولی.

۸– د هيلو د پوره کولو او ترلاسه کولو لپاره هېڅکله هم ناوخته نه ده.

۹ډېری څيزونه شوني دي چې يو دم ترسره شي يا بدلون ومومي او د ډېرو څيزونو بدلون هم ښايي ناشونی وي. د بېلګې په ډول ښايي د ځينو عادتونو پرېښودل په بشپړ ډول ستونزمن وي، خو ناهيلي بايد نشو. له نورو سره د ځان پرتله کول ډېر بد عادت دی او له بده مرغه ډېری دغه عادت لري. د دغه عادت پرېښودل ډېر وخت ته اړتيا لري، خو ناهيلي بايد نشئ.

۱۰که تر اوسه مو د ژوند پرېښودو فکر کړی وي، خو بيا مو هغه فکر له سره لرې کړی وي، دليل يې دا دی چې ستاسې دننه کې هيله موجوده ده. په همغه هيلې بسنه وکړئ.

تل چې هر کار ترسره کوئ نو هيله من واوسئ.

خبرداری

۱- له ځان سره جګړه کول يوازې د وخت، انرژۍ او پر نفس باور ضايع کول دي.

۲- اجازه مه وکوئ چې نور تاسې له چا سره پرتله کړي.

۳- پر ځان مو بې ګټې فشار مه راوړئ. پرېږدئ چې نورو هم خپله برخه ترسره کړي.

که دا کار مو ونکړ، مجبور يې کړئ. که يې بيا هم سرغړاوی وکړ، نو هېر يې کړئ.

۴- تل غښتلې روحيې ولرئ چې درسره مرسته وکړي څو له نورو سره د ځان پرتله کولو او په ژوند کې د ناهيلۍ پرځای، د ژوند د دوام لپاره هيله ولرئ.

Scroll to Top