د مصري رسنیو په وینا په قاهره کې ډاکټرانو د عملیاتو په وسیله د یوه ناروغ له خېټې هغه موبایل راویستی چې څه موده وړاندې یې تېر کړی و.
د اسوان پوهنتون په روغتون کې دغه ناروغ د جمعې په شپه له هغې وروسته بستر شو چې د خېټې له درد یې شکایت کاوه.
ډاکټرانو یې د خېټې ایکسری عکس واخیست او معلومه شوه چې عملیات ته یې اړتیا ده. دوی ویل له خېټه د یوه بهرني شي د راویستو لپاره باید عملیات ترسره شي.
ډاکټران بالاخره پوه شول چې دې ناروغ یو موبایل په خوله تېر کړی و او په معده کې یې د ده د ناروغۍ د هضم مخه نیولې وه. په همدې خاطر ورته درد هم پیدا شوی و.
تر بریالي عملیات وروسته اوس د ناروغ حالت ښه دی.