ایکسپرس نیوز پاکستی ویب سایټ خبر ورکوي: پولیسو هغه ډاکټر نیولی چې له خپلو همکارو ښځينه ډاکټرانو او نرسانو به یې لوڅې ویډیوګانې کولې.
د نیول شوي کس موبایل د پولیسو لاس ته ورغلی او له څېړنو وروسته معلومه شوې چې په موبایل کې نږدې پنځوس هغه لوڅې او نیمه لوڅې ویډیوګانې وې چې دې ډاکټر له خپلو ښځینه همکارو ډاکټرانو او د نرسانو نه کړې دي.
پولیسو ویلي چې عبدالله حارث نومي ډاکټر به په بهانو ښځینه ډاکټرانې او نرسانې غوښتلې، بیا به یې ورته نشه يي توکي ورکول او له نشه کېدو وروسته به یې ترې ویډیوګانې کولې.
پولیسو دا هم ویلي چې په دغه ناوړه کار کې د دې ډاکټر ځينې نور ملګري هم شامل وو، خو نومونه یې په دې خاطر نه دي ښودل شوي چې له هیواده د تښتېدو هڅه ونه کړي.