باقرخاني؛ هغه مغلي خواړه چې د یوې مینې په نوم تلپاتې شول

د هرې سیمې د خوړو خپل رنګ او خوند وي، خو د دې رنګ او خوند ترڅنګ د ځینو خوړو نوم هم په زړه پورې وي او جالبه تاریخچه لري.
پر هندوستان د مغلي واکمنۍ ډېرې کيسې مشهورې دي او د خوړو رنګارنګي او پراختیا یې مشهوره ده، خو په دې منځ کې یو ډول داسې خواړه هم شته چې د یوې مینې په نوم تلپاتې شوي دي.
باقرخاني…! دا یو ډول کولچه ډوله ډوډۍ ده چې له وړو او شیدو پخېږي او دپاسه پرې بوره، کونځلې، خاشخاش او ځينې نور دانې د خوند لپاره شیندل کېږي.
خو دا خواړه باقرخاني ولې بولي؟ او تر شا یې د مینې کومه کیسه پرته ده؟
روایت کا چې د نواب سراج الدوله په واکمنۍ کې، د چټاګانګ په نوم سیمه کې د باقر خان په نوم یو پوځي جنرال اوسېده. باقر خان د (خاني بېګم) په نوم پر یوې ښاېسته نڅاګرې مئين شو او هغه نڅاګره هم د دې پوځي په مینه کې ډوبه وه.
خو د همدې دربار یو بل افسر (زین الخان) هم پر خاني بېګم مئين شو، هڅه یې ډېره وکړله چې نڅاګره د باقر خان له مینې واړوي، خو وس یې ونه رسېده او بالاخره وروستۍ لاره دا شوه چې خاني بېګم یې وتښتوله او ځان سره یې بندۍ کړه.
باقر خان د خپلې مینې لپاره اقدام وکړ او خاني بېګم یې له بنده را خلاصه کړله، خو دا ځل ورته غم دا پيدا شوه چې زین الخان ځان پټ کړ، د خپل مرګ آوازه یې خپره کړه او د وژنې ټس یې پر باقر خان او خاني بېګم راغی. په همدې ټس دې دواړو ته د مرګ جزا ورکړل شوه.
د باقر خان او خاني بېګم د مینې کیسه په ښار کې آوازه شوه او د هر پېتاوي او بنډار موضوع وګرځېدله… ویل کېږي چې په همدې ترڅ کې د هغه وخت نانوایانو د باقرخان د درناوي په خاطر، د هغه د خوښې ډودۍ (باقرخاني) ونوموله.
ورو له دې نوې آوازې سره دغه خواړه د هند نیمه لویې وچې هرې سیمې ته ورسېدله او ورسره یې تر شا د مینې دغه کیسه هم خپره شوه.
له اردو ژباړه

Scroll to Top