که څوک د پاکستان د اټومي وسلې نوم اخلي، نو د عبدالقدیر خان نوم یې خامخا ذهن ته راځي. په عامه اذهانو کې دغه سړی د پاکستان د اټومي وسلې مخترع او پلار ګڼل کېږي او په اړه یې دا هم مشهوره ده چې نوموړی له کلونو راهیسې په خپل کور کې تر څار لاندې و. دغه مشهور او تر یوه حده متنازع کس نن ورځ د ۲۰۲۱ کال، اکتوبر په ۱۰مه نېټه مړ شو.
خو ډاکتر عبدالقدیر خان څوک و؟ او څه يې کړي دي؟
د برېټانیکا ویب ساېټ په حواله:
عبدالقدیر خان چې په A.Q.Khan هم مشهور دی، د ۱۹۳۶ز کال د اپرېل په لومړۍ نېټه د لوی هند په بوپال سیمه کې زېږېدلی دی.
دی لا ماشوم و چې په ۱۹۴۷ز کال کې لوی هند ووېشل شو او پاکستان رامنځته شو. له همدې وېش وروسته عبدلقدیر خان په ۱۹۵۲ز کال له خپلې کورنۍ سره یو ځای پاکستان ته کډوال شو او په ۱۹۶۰ز کال یې د کراچۍ له پوهنتونه د فلزاتو (میتالوژۍ) په برخه کې لسانس وکړ.
له هغې وروسته بیا په نورو زدهکړو پسې له هیواده بهر ووت، لومړی لویدیځ برلین ته لاړ او وروسته یې په نیدرلنډ کې په ۱۹۶۷ د فلزاتو په برخه کې د ماسټرۍ سند واخیست.
په ۱۹۷۲ز کال کې یې بلجیم په لیون پوهنتون کې په همدې رشته کې دوکتورا هم پای ته ورسوله.
په همدې لړ کې یې په ۱۹۶۴ز ال کې یوې انګلیسې ښځې هینډریکا ریټیرنیک سره واده کړی و.
په ۱۹۷۲ز کال عبدالقدیر خان ډينامیک څيړنیز لابراتوار کې وګومارل شو، دا اداره د انګلستان، المان او نیدرلنډ د کنسرسیوم (یورینکو) یوه برخه وه. دا لابراتوار په ۱۹۷۱ز کال کې د اټومي څېړنو لپاره جوړه شوې وه.
قدیر خان ته په دې لابراتور کې اجازه ورکړل شوې وه او مهمه دنده یې دا وه چې د اسناد به یې له الماني ژبې نه، نیدرلنډي ژبې ته ژباړل.
کله چې په ۱۹۷۱ز کال کې پاکستان په جګړه کې مات شو او ختیځ ته یې د بنګال په نوم خپلواک هیواد رامنځته شو، نو عبدالقدیر خان هم ډېر لیواله شو چې بېرته خپل هیواد ته ستون شي.
د ۱۹۷۴ز کال د سپتمبر په ۱۷مه نېټه عبدالقدیر خان د پاکستان د هغه وخت لومړي وزیر ذوالقار علي خان بټو ته یو لیک ولېږه او د اټومي وسلو په برخه کې د همکارۍ لیوالتیا یې وښودله.
بټو د ۱۹۷۴ز کال په ډسمبر میاشت کې له عبدالقدیر خان سر ولیدل او پاکستان لپاره د اټومي بم جوړولو په برخه کې یې د کار وړاندیز ورته وکړ.
ویل کېږي چې په ورپسې کال قدیر خان له خپل هماغه پخواني لابراتوار نه د تمویلوونکو شرکتونو د لیست په شمول ځينې اسناد پټ له ځان سره واخیستل او په ۱۹۷۵ز کال د ډسمبر په ۱۵مه پاکستان ته روان شو. دا وخت یې ځان سره خپله مېرمن او دوه لوڼې هم پاکستان ته بوتللې.
خان د پاکستان د اتومي انرژۍ په کمیسیون کې کار کاوه، خو وروسته یې بټو په لارښوونه د انجینرۍ د څېړنو لابراتور ERL جوړ کړو او موخه یې د یورانیمو غني مولو ظرفیت رامنځته کول وو.
د ۱۹۸۱ز کال په می میاشت کې دغه لابراتور د خان څېړنیز لابراتوار په نوم ونومول شو.
خان له خپلو راوړو اسنادو ګټه واخیستله او په سیویس، نیدرلنډ، المان او برتانیه کې یې له تمیلونکو سره اړیکې ټینګې کړې او د المان د اټومي بټۍ په تقلید یې کار پيل کړ.
په عبدالقدیر خان دا تور و چې پخپله یې هم د اټومي وسلې لپاره اړین توکي په تور بازار کې پېرلي او وروسته یې بیا پخپله هم دغه وسایل تور بازار کې په نورو هیوادونو پلورلي دي. تر دې چې په ۲۰۰۳ کال کې امریکا مداخله وکړله.
د ۲۰۰۴ کال د جنورۍ په ۳۱مه نېټه خان د اټومي ټکنالوجۍ د قاچاق په تور ونیول شول. د همدې کال د فیبرورۍ په څلورمه یې په یوه ټلویزیوني وینا کې د خپلو چارو ټول مسوولیت ومانه.
په سبا ورځ د هغه وخت د لومړي وزیر جنرال پروېز مشرف له لوري وبښل شو، خو په خپل کور کې تر څار لاندې و.
تر دې چې د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر میاشتې په ۱۰مه نېټه مړ شو.