امام صادق (ع) د یوه ښه مومن ځانګړتیاوې یا صفات په لاندې ډول بیان کړي :
یو مومن انسان په دینې چارو کې پیاوړې وي مطلب دینې زده کړي یی کړي وي، نرم مزاجه او په پوهه کې لالچی یا په بله وینا د پوهی حریص او وږی وي، نورو مومنانو ته یو ښه لارښود وي، هوس باز او شهوت پرسته نه وي، د صبر او زغم څښتن وي، حق ویونکې او حق پالوونکې وي، کله چې شتمن وي نو میانه روي کوي او د غربت په وخت کې غوره ښوي اختیاروي او کبر نه کوي، د واک او قدرت وخت کې عفوه یعنی بښوونکې وي، خیرخواه او فرمانبرداره وي، جهاد ته لیواله او اماده وي، په کاروباری بوښتیاوو سره سره لمونځ ګذاره وي او لمونځ نه قضا کوي، په سختی او مشکلاتو کې قوي وي، د بل مومن مسلمان غیبت نه کوي، همفیکره او نیک ملګری لري، تکبر او لوي نه لری، هیڅوک هم نه رټې (سپکې سپوری نه ورته وایې).
خپلوی او رشته نه پریدی که څوک یی اذیت کړي انتقام نه اخلئ، نه سست وي نه بد اخلاقه او نه غوسه، سترګې یی په خپل اختیار کې وي، ډیر شکمبو نه وي مطلب ډیر خوراک نه کوي، چا سره زړه کې کینه نه لري، بی ځایه خرچې او اصراف نه کوي، د غریبو او بی وزلو مل وي، دی خپله په زحمت وي، خلک ځینې په ارامه، د دنیا عزت او مال سره لیوالتیا نه لري او د دنیا د سختو څخه سر نه ټکوي، څوک چې تری مشوره وغواړی مرسته یی کوي او غوره مشوره ورکوي.