د افغانستان په ګڼو ولایاتو او د پلازمېنې په ګډون چې ګڼ نفوس لري، زیاتره ښاریان یې پر سړکونو تګ او راتګ کوي چې ښاري نظم او فرهنګ یې زیانمن کړی.
د ښاري فرهنګ نه مراعتؤل، د لارو د بندېدو تر څنګ د خلکو د ژوند د اخېستو لامل هم ګرځي، چې ډیری وخت ناروغان د لارې د ګڼې ګوڼې او بندښت له امله خپل ژوند له روغتون وړاندې پر تړلو سړکونو کې بایلي.
که تاسو پر سړک روان وئ!
• ممکن؛ د موټر د ګړندي تګ له امله ټکر رامنځته شي او تاسو خپل ژوند وبایلئ.
• ممکن؛ ستاسې د ګڼې ګوڼې له امله یو ناروغ/ ناروغان خپل ژوند وبایلي او د دوی د مړینې همدا تاسې لامل شئ.
نو؛ لطفًا، د ښار د سړکونو تر غاړو د ځانګړو لارو ( د پښو تګ لارو) کې تګ راتګ وکړئ، که همداسې مو وکړل؛ سړکونه به مو پرانېستي وي، د بیړنیو ناروغانو په ژغورنه کې به مو برخه اخېستي وي او بلخوا به مو نور ښاریان هم ښاري نظم او فرهنګ منلو ته هڅؤلي او رابللي وي.
همداشان د ښار هټۍ وال دې مکلف شي، ترڅو خپل اضافه توکي له هټیو بهر د پښو تګ لارو ته ونه باسي او پدې برخه کې دې د ښاروالیو مسؤلین په ځانګړې څارنه ښاریان او هټۍ وال آړ باسي، ترڅو ښاري نظم او فرهنګ ومني.