پر ځان باور درلودل، د هر کـاروبار او پرمختګ لپاره مهم مهارت دی، چې باید ویې لرئ. دا د انسان په درون کې هغه ټینګ هوډ او عزم ته ویل کېږي، چې مورال پیاوړی کوي او انسان د خپلې مبارزې په لاره کې هر ډول قربانۍ ته چمتو کوي.
د اسلام ستر پېشوا حضرت محمد مصطفیص او د هغه د مبارکو اصحابورض اجمعین پر ځان د باور له وجې دومره زیات مورال ؤ، چې د دین په لاره کې یې هر راز ستونزې او تکالیف ګالل، دوی د کلک عزم خاوندان ول، چې د خپل لوړ اسلامي مورال پر مټ یې د نړۍ ګوټ ګوټ ته د اسلام مبارک دین ورساوه او د جهل تورې تیارې یې د پوهې په ډېوو روښانه کړې. طاغوتي لښکرې یې ماتې او د لات او عزیٰ بوتان یې رانسکور کړل.
همداراز د یوه مشهور امریکايي لیکوال لومړی آثر خپرندوی بنسټ له دې کبله چې فکر يې کاوه لوستونکي به و نه لري، چاپ نه کړ؛ خو لیکوال چې پر خپل نفس باور او له لیکوالۍ سره اورنۍ مینه درلوده، هوډ له لاسه ورنکړ او خپل کار ته يې دوام ورکړ. هماغه لیکوال چې خپرندوی بنسټ يې د کتاب له چاپ څخه انکار کړی ؤ، يو په نړیواله کچه درېیم هغه لیکوال جوړ شو چې ډېر کتابونه يې پلورل کېدل، چې بالاخره دې پایلې ته رسېږو چې که چېرې په خپلو هیلو او وړتياوو باور ولرو او دوی تعقيب کړو. دا نه يوازې دا چې خپله نړۍ به بدله کړو، بلکې د نورو نړۍ ته به هم بدلون ورکړو. ژوند کې به ډېری پرمختګونه ووینو او د سختو کړنو ترسره کېدا ته به لیوال ؤ؛ خو که چېرې پر ځان باور ونلرو، نه یوازې دا چې له ستونزو او ګردابونو به ووځې، بلکې هېڅوک به مو کړنو ته ارزښت ورنکړي.
پس د دې لپاره چې تر ټولو سخت کار ترسره کړئ، یوازې دا کافي ده چې پر ځان مو دا باور ولرئ، چې زه يې ترسره کولای شم. ممکن د کار په جریان کې له ډېریو ستونزو او خنډونو سره مخ شی، خو ستاسو مورال باید د کار پر پایلو باندې متکي وي. یعنې په دې مانا چې که هر څومره خنډونه او د ټولې نړۍ خلک هم تاسو ته د ماتې خبرې کوي، خو بیا هم باید ستاسو مورال او پر ځان باور دومره زیات وي، چې د هر ډول تهدیدونو زغم ولری او هېڅکله د کاره په شا نه شی، چې په دې سره به په خپله په ژوند او کـاروبار کې د مثبت بدلون نښې ووینئ او سخت کار به درته زیات اسان ښکاري او داسې به انګېری، چې تر ټولو سخت کار یوازې په هغه باندې، د کار پيلول دي او بس.