په ازموینه کې د نقل بېلابېلې طریقې به مو لیدلې وي، خو دا یې نوې ده.
هند کې په یوه سخته ازموینه کې د نقل په جرم لس تنه ونیول شول.
دغه کسانو په خپلو څپلکو کې د بلوتوت سیستم نصب کړی و چې په ازموینه کې د نقل لپاره یې ترې کار اخیست.
د رسنیو په حواله د هند په راجستان ایالت کې په یوه دولتي امتحان کې نږدې ۱.۶میلیونه نوماندانو ګډون کاوه او پولیسو اجازه لرله چې پرزده کوونکو د موبایل انټرنېټ پرې کړ.
خو یوې ډلې خلکو په خپلو څپلکو کې داسې بلوتوت وسایل نصب کړي وو چې زنګونه یې پرې ترلاسه کول او بیا په غږ کې پټو کوچنیوغوږیو کې اورېدل.
پولیسو رسنیو ته ویلي چې دې خلکو بهر له یوې ډلې سره اړیکه لرله او هغوی به ورته د پوښتنو سم ځوابونه ورکول.