آواتار؛ د سینما د تاریخ تر ټولو ستر فلم

آواتار AVATAR فلم په ۲۱۴۵ ز کال (۱۲۹) کاله وروسته وخت کې جوړ شوی دی، کیسه دا ده چې د ځمکې پر سر اقتصادي سرچینې ختمې شوي دي او امریکا غواړي چې د پينډورا په نوم یوې بلې سیارې کې د اونابتانیوم په نوم ډبرې راوباسې ‏، ځکه چې له دې ډبرو ډيره انرژي ترلاسه کیږي.

د هغه ځای خلک نیمه انسان وي، په ښکلي طبیعت کې ژوند کوي او رنګونه یې آبي وي، اوږدې لکۍ او ویښته لري او لا هم طبیعت سره اوسیږي. د امریکا ساینسي اداره د هغو سیارې د مخلوق په څير یو جسد جوړ کړي، چې یو روغ انسان په ماشین کې اچوي او روح یې هغه جسد ته ورننباسي، هغه جسد ځي او په پنډورا کې له خلکو سره دیره کیږي.

د جیک سیلي په نوم یو هلک هلته ورځي، ژوند کوي او د قبیلې د سردار له لور سره یې مینه پيدا کیږي، په پېنډورا کې یوه مقدسه ونه وي چې ددې سیارې مخلوق ( ناوا) پکې ژوند کوي او د ډبرو زیرمه تر همدې ونې لاندې وي، پوځ غواړي چې برید پرې وکړي او جیک سیلي غواړي چې د خبرو اترو په ترڅ کې (ناوا) دا ونه پریږدي او په بل ځای کې میشت شي.

د جیک سیلي خبره ځای ونه نیسي او پوځ پر ونې برید وکړي، بلاخره جیک سیلي له (ناوا) سره یو ځای شي، مقدسې ونې ته دعا وکړي او له امریکايي پوځ سره جګړې ته راووځي، د سیلي دعا قبوله شي او د پنډورا ټول ژوندي اوسیندونکي له دوی سره یو ځای شي، امریکايي پوځ مات کړي او خپله سیاره ترې وژغوري، ددې تر څنګ جیک سیلي هم خپل روح له انساني جسده وباسي او په آواتار نومي جسد کې د تل لپاره پاتې او د ناوا برخه وګرځي.

اهمیت :

تخنیکي اړخ

آواتا ر د مشهور ډایرکټر (جیمز کامیرون) فلم دی، د تر آواتار مخکې ټایټانیک، ټرمیناټور ۲ او نور مشهور فلمونه هم جوړ کړي دي. کامیرون غوښتل چې آواتار په ټایټانیک پسې سمدستي جوړ کړي، خو دا چې هغه وخت ټکنالوجۍ دومره پرمختګ نه و کړی او ده نشو کولای چې خپله تخییلي دنیا نړۍ ته وړاندې کړي؛ نو دا کار یې پریښود او بلاخره یې تر ۱۲ کاله ځنډ وروسته د آواتار شهکار فلم د سیمنا پر پرده راوړ.

د آواتار فلم نږدې ۶۰ سلنه صحنې درې بعدیزه (3D) تخییلي دي او په دې فلم کې د مخ یا څيرې لپاره یوه ځانګړې ټکنالوجي کارول شوې ده. ددې لپاره چې په فلم کې د (ناوا) مخلوق د څيرې تاثرات په حقیقي ډول وړاندې شي؛ نو له یوې ځانګړې وسیلي کار واخیستل شو، دا وسیله داسې وه چې د ممثل په مخ به یې یوه شعاع شیندله او په کامپیوټر کې به همدا د ممثل خپله څيره د (ناوا) په شکل اوختله. دا کار ددې لامل شو چې د محصل د څيرې خپل عادي حرکات، بدلونونه، تاثرات او ځانګړتیاو د ناوا څيرې ته انتقالیدی او فلم دومره طبیعي راغلی چې انسان یې په لیدو ناوا ته د یوه کارټون فکر نه کوي.

سیاسي اړخ :

د فلم کیسه ډيره استعاراتي لیکل شوې ده او په ټوله کې یې د امریکا زورواکۍ ته اشاره کړې ده، په دې فلم کې امریکايي پوځیان د خپلو ګټو لپاره آن بلې سیارې ته ورځي او هلته د خپلو اقتصادي ګټو لپاره د هغه سیارې مخلوق په ډيره بې رحمۍ وژني. دلته نو تاریخ ته هم یوه اشاره شته او هغه اشاره دا ده چې پیړۍ مخکې اروپایانو همداسې د خپلو ګټو لپاره امریکا ته سفر وکړ، هلته یې کیندنې وکړې او د هغه ځای خلک یې ووژل او زیرمې یې ترې ولوټلې.

نقادانو ته یوه بله باریکي هم ښکاره شوې ده، د فلم اصلي اتل (جیک سیلي) د امریکايي پوځ یو سرتیری وي، چې پښې یې فلج شوې وي، ویل کیږي چې دده پښې له وینزویلا سره د امریکا په جګړه کې فلج شوي دي، یعنې دا چې په راتلونکو کلونو کې ښایي امریکا له وینزویلا سره هم جګړه ولري، د نقادانو په وینا دا د امریکا د زورواکۍ او نړۍ نیولو وړاندوینه کیدای شي، ځکه ښايي دوی په دې نظر وي چې په خاورینه ځمکه خپله ټول مخالفین او دښمنان مات کړي او بیا د خپلې ځبروځواکۍ د ثابتولو لپاره آن بلې سیارې ته هم ګامونه واخلي، همدا سیاسي اړخ و چې پر آواتار فلم یې ځينې سینمايي جایزې هم ونیولې.

اقتصادي اړخ

روانه جګړه تر ډيره اقتصادي جګړه ده، د نړۍ ستر قوتونو که په کومو هیوادونو بریدونه کوي، یا پکې سیاسي لاسوهنې کوي نو تر ډيره یې د خپلو اقتصادي ګټو خوندیتوب وي، دا چې د اقتصادي تر ټولو لویې سرچینې طبیعي زیرمې دي؛ نو ستر قوتونه هڅه کوي چې پر دې زیرمو واکمن شي او د خپل اقتصاد د پياوړتیا لپاره يې وکاروي، دلته یوه اشاره دا هم شته چې که په راتلونکو څو پيړیو کې د ځمکې طبیعی زیرمې ختمې شي نو خلک به څه کوي؟ دې اندېښنې ته هم اشاره شوې ده چې ستر قوتونه شاید د خپلو ګټو ترلاسه کولو لپاره هر ډول وحشت ته چمتو شي، د ناوا د خلکو په مقدسه ونه چې برید کیږي، هغوی خپله ماشومان اخلي او په ځنګلونو کې منډې وهي، دلته نو لیدونکي ته زموږ او ورته ټولنو تصویرونه مخې ته ودریږي، چې زموږ نسل د ستر قوتونو تر پښو لاندې څنګه دل کیږي او هغوی د خپلو اقتصادي ګټو لپاره له انساني نسل سره څه ډول ناوړې لوبې کوي.

عاطفي اړخ :

پنډورا یوه تخییلي سیاره ده، هغه ځای چې طبیعت پکې په خپل حال دی، خلک له طبیعت سره مینه لري، هر څه په طبیعي ډول دي، ونې، بوټي، غرونه، ابشارونه  …  هر څه د ښکلا یوه ټوټه وي. پنډورا یې دومره ښکلې ډيزاین کړې ده چې انسان یې په لیدو له طبعیت سره یوه عجیبه عاطفي اړیکه پيدا کوي، جیک سیلي ( د فلم اتل) چې پنډوار ته لاړ شي؛ نو د نوا قبیلې د سردار له لور سره یې مینه پيدا شي، بیا ورته وایي چې زه بیرته نړۍ ته نه ځم، زه په دې طبیعت مئین شوی یم، زه په تاسو مئین شوی یم، زه له تاسو یو یم، زه تاسو سره مینه لرم .

د پنډوار د هر اوسیدونکي (نوا) د ويښتو چوټي له طبیعت سره د اړیکي وسیله وي، دوی له خپل طبیعت سره دومره تړلي وي چې د هر ژوندي مخلوق په احساساتو کې شریکیدای شي، کله چې دوي په خپل آس یا سیمرغ سپریږي نو خپل ويښته د هغوی له ویښته ډوله غړي سره یو ځای کوي، دوی هغوی احساسوي او بیا چې ددوی په زړه کې څه تیریږي حیوانات هماغسې کوي. همدا لامل دی چې د پنډورا اوسیدونکي له خپل طبیعت سره بیخي تړلي وي او لکه د خپل وجود غړي یې ګڼي.

په پنډورا کې څو ونې وي چې دوی یې (سپيڅلې اورا) بولي، دوی د هغه ونې عبادت کوي او د عبادت ډول یې هم دا دی چې له هغه ونې راځوړندې سپینې ريښې له خپلو ویښتو سره یو ځای کوي، ورسره اړیکه پيدا کوي او آن تر دې چې د ټولو خلکو د دعاګانو غږونه هم اوري.

جایزې :

آواتار فلم داسې ډير اړخونه لري، چې دا یې د سینما د تاریخ تر ټولو ستر فلم ثابت کړی دی، دې فلم د ۳ اسکار جایزو په ګډون ۳۱ بیلابیلي سینمایي جایزې ګټلي دي. نږدې ۲۴۶ میلیونه ډالر لګښت پرې راغلی دی او ۲،۷۸۸ بیلیونه ډالره کاروبار یې کړی دی.

فلم پيژندنه :

نوم : AVATAR

لوبغاړي: سام ورټینګټون، زويي سالدانه، سټیپين لانګ …

لیکوال: جیمز کامیرون

لارښوود: جیمز کامیرون

ژبه : انګلیسي

خپریدا : ۱۰ دسمبر ۲۰۰۹ او ۱۷ دسمبر ۲۰۰۹

هیواد: آمریکا

موده : ۱۶۱ دقیقې

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*