Book template new 2
تحلیلونه

المان کې د افغانو مېرمنو ستونزې / نسرین حمیدي

د خوشاله، سوکاله او پرمختللي ژوند په هيله زرګونه افغانې کورنۍ لويديځو او اروپايي هېوادونو ته کډوالېږي. د اروپا په زړه کې جرمني هېواد د زرګونه جنګ ځپليو افغانانو کوربه دی. افغانې ميرمنې هم د دې کډوالو لويه برخه تشکيلوي. د افغانستان په څېر کلتوري او دودیزه ټولنه کې د نارينه‌وو په پرتله ميرمنو تل زیات کړاوونه ګاللي او د ميرمنو د بې سوادۍ کچه هم نسبتآ لوړه ده. ښايي ډېر داسې موارد وي، چې افغان ميرمنې د جرمني په څېر پرمختللې ټولنه کې هم هاغسې هوسا نه وي، څومره چې دوی هيله درلوده. په دې ليکنه کې په جرمني کې د افغان ميرمنو ستونزو ته له څو اړخونو کتنه شوې. [نور…]

Book template new
کتابونه

په خوځښتونو کې ځواک- ټولنیز خوځښتونه ،او لانجمن سیاست

دا کتاب د لویدیځې نړۍ د معاصرو ټولنیزو خوځښتونو تاریخ او د جګړو، استعمار او نفوذ له لارې په وروسته پاتې نړۍ کې د دغه تحریکونو اغېزې مطالعه کوي، او پدغه اړه یوه داسې  تیوري، چې د ټولنیزو خوځښتونو دوراني رامنځته کېدل او د هغوي زوال  په اړه بحث کوي، هم وړاندې کوي. [نور…]

Haffizullah basharat
ادب

د استاد ښکلي يوټوپیا؛ ارمانښار کتاب ته یوه کتنه

یوټوپیا، ارمانښار یا مدينه فاضله یوه ادبي اصطلاح ده. د یوټوپیا په نوم د لومړي ځل لپاره انګرېز لیکوال او سیاست پوه سرتوماس مور یو کتاب ولیکه او د یوټوپیا کلمه چې نوموړي له يوناني ريښې څخه له ځانه جوړه کړې وه، اصلن دوه خبرو ته پکې پام شوی و: [نور…]

ScreenShot2021 02 23at9.35.43PM
هنر

آواتار؛ د سینما د تاریخ تر ټولو ستر فلم

آواتا ر د مشهور ډایرکټر (جیمز کامیرون) فلم دی، د تر آواتار مخکې ټایټانیک، ټرمیناټور ۲ او نور مشهور فلمونه هم جوړ کړي دي. کامیرون غوښتل چې آواتار په ټایټانیک پسې سمدستي جوړ کړي، خو دا چې هغه وخت ټکنالوجۍ دومره پرمختګ نه و کړی او ده نشو کولای چې خپله تخییلي دنیا نړۍ ته وړاندې کړي؛ نو دا کار یې پریښود او بلاخره یې تر ۱۲ کاله ځنډ وروسته د آواتار شهکار فلم د سیمنا پر پرده راوړ. [نور…]

62881482 1004
خبرونه

ملګري ملتونه: د افغانستان په شمال کې وروستیو سېلابونو ۷۸۰۰  کورونه وېجاړ کړي او ۵۰۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق اداره «یونسف» وايي د هیواد په شمال زون کې د وروستیو سیلابونو له امله ۷۸۰۰ کورونه نړېدلي او ۵۰۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي دي. د [نور…]

602841
راپورونه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست: امریکا دې د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې کړي

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقر کاني له متحده ایالاتو غوښتي چې د افغانستان کنل شوې پيسې دې آزادې کړي. نوموړي دا غوښتنه د افغانستان لپاره «د تماس ډلې» په ناسته کړې چې په تهران کې د ایران په کوربه‌توب ترسره شوې ده. [نور…]