د انلاین کورسونو ګټې او فرصتونه / قیام صدیقي
انلاین کورسونه د زده کړې او مهارتونو د پراختیا لپاره یو غوره فرصت دی چې تاسې ورته په ډېرې اسانۍ له کوره لاسرسی پیدا کولی شئ. ددې ډول کورسونو یوه ښېګڼه داده چې د وخت او ځای محدودیت نلري. هر وخت چې مو زړه وغوښتل له هره ځایه خپل درسونه تعقیبولی شئ. بله ښېګڼه یې داده چې ارزانه دي. یعنې د دودیزو صنفي زده کړو غوندې د تګ راتګ، اوسیدو او نور مصارف نلري. همدارنګه تاسې ډېری داسې کورسونه چې په مکمل ډول فري دي، موندلی شئ. [نور…]