‎څنګه خپله غوسه کنټرول کړو؟

غوسه طبعي ده، خو تر دې ډېره روغتیایي هم ده، مګر مهمه ده، چې په هر ډول حالت کې مثبت برخورد وکړو.
نه کنټرولیدونکې غوسه زموږ د روغتیا او اړیکو لپاره د خطر زنګ ده. غوسه ده ډېرو دلایلو یا حالتونو له امله کېږي، یا خو څوک درسره موافق نه وي یا نا تصور شوی حالت واقع شي او یا د نورو له چار و چلند څخه پېښېږي.
دلته درسره ځینې داسې لارې شریکوو، چې په واسطه یې تاسو خپله غوسه کابو کړئ
۱- مخکې له خبرو فکر وکړئ
غوسه ډېری وخت په هغه څه پېښېږي، چې له توقع خلاف واقع شي، دا ډېره اسانه ده چې په بدو الفاظو سره خپل یو نږدې شخص خوابدی کړو خو دا هغه څه دې، چې وروسته به پرې افسوس کوو.
تر ټولو بد یې لا دا چې زموږ د خولې وتلي بد الفاظ بیا هېڅ وخت نه راګرځي او همدا پوچ الفاظ دي، چې حالت لا نور خرابوي، نو غوره داده، چې د غوسې په وخت ارام او چوپ ووسئ. د ذهین د ارامتیا یوه غوره لار داده، چې کله حالات ترینګي وي نو یوازې سر مو په دواړو طرفو تاو کړئ ، او دا الفاظ مو ذهین کې تکرار کړئ( دا اسانه ده، یا هر څه به ښه شي)
دا به ستاسو فکر بل طرف ته منحرف کړي او ستاسو فکر به مثبت اړخ ومومي
2 – پایلې ته توجو وکړئ
غوسه په معلوم حالت کې پیدا کېږي، مګر ځینې وختونه په ډېر ساده او کم حالت باندې غوسه کېږو ، چې اصلاً په غوسه کولو نه ارزي.
فرض کړئ، یو څوک غلطې کوي په رسټورانټ کې ستاسو په نوې جوړه باندې د چایو ډکه پیاله اړوي، تاسو شاید غوسه شئ په دې حالت کې ستاسو ډېره غوسه کول او د احساساتو څرګندول له تاسو سره مرسته نه کوي، په ځای ددې تاسو باید مقابل شخص ته بښنه وکړئ.
کله چې غوسه کېږئ یا په پوچو الفاظو باندې مو خپلې دایمې اړیکې ختمې کړئ او په غوسه کې عکس العمل وښیاست، نو د هغې پایلې په اړه مو فکر وکړئ، چې تاسو له غوسې وروسته ورسره مخامخ کېږئ. دا به له تاسو سره مرسته وکړي، چې په نااهم څیزونو غوسه ونه کړئ.
3- نورو سره خبرې وکړئ
که ستاسو غوسه اوږد مهاله وي نږدې ده، چې تاسو به یوه ورځ هر څه له لاسه ورکړئ.
هر هغه څه چې تاسو باندې د غوسې اثر قایموي، باید په اړه یې له یو چا سره خبرې وکړئ.
۴ ـ لنډه دمه واخلئ
کله چې غوسه یاست نو غوره ده، چې لنډه دمه واخلئ او په معقول ډول ددې حالت په اړه فکر وکړئ. کله چې دا چاره اجراء کړئ، نو تاسو به د پېښې او شیانو تر منځ په واقعي اړیکه ښه پوه شئ او یوې معقولې نتیجې ته به ورسېږئ.
همداشان د لږ وخت لپاره خوب کول( ناف / یوه سترګه خوب) دا له تاسو سره مرسته کوئ، چې ذهین مو ارام کړي، بیا چې کله تاسو پاڅېږئ غوسه به مو ختمه شوې وي او د هغه حالت په اړه به په خلاص ذهین فکر وکړئ.
۵- څه دې چې تاسو غوسه کوي؟
دا باید تشخیص شي، چې داسې څه دې چې تاسو اعصباني کوي. کله چې د خپلې غوسې په عواملو پوه شئ، نو په راتلوونکي وخت کې مو دغو عواملو ته ” نه” ووایئ.
هغه وخت چې تاسو پوه شئ چې ولې غوسه کېږئ، نو تاسو په اینده وخت کې په عیني حالت کې ځان کنټرول کړئ.

 

Scroll to Top