افهام او تفهيم: يو ښه ساختماني مدير بايد د خبرو اترو ښه وړتيا ولري، تاسو شاید د بيلا بيلو خلکو سره يو ځای کار وکړئ. برسېره پردې که غواړئ چې ښه مدیریت وکړئ او مشتريان او تمویل کوونکي مو درنه خوښ وي، تاسو بايد د ناستو (ميټينګونو) له لارې او هم په خپل ځان کې د مفاهمې د وړتيا د لوړولو لپاره کار وکړئ. تر څو لدې لارې خپل اند، حل لارې او مشورې په څرګنده او واضحه توګه نورو ته ولېږدولي شئ. کله کله ستاسو شتون په يوه پروژه کې ډېر اړين وي دلته بيا ستاسو د مفاهمې وړتيا ته تر ټولو زيات اهميت ورکول کېږي.
تر لاس لاندې کسانو ته مشورې او حل لارې ورکړئ:
مدیریت: افهام او تفهيم او مديريت له يو بل سره تړلي دي. د ساختمان مدير بايد د پروژې لپاره يو بشپړ انځور ولري، او ددې تر څنګ د کارې ټيم د غړو لپاره د بيلا بيلو رولونو او مسؤلیتونو د تعريف او ورسپارنې وړتيا هم ولري. د لومړي ورځې نه بايد مدير خپل آخرې هدف وپېژني، پدې پوه شي چې څنګه د شته منابعو څخه ګټه پورته کړي، او څنګه د خپل کارې ټيم د غړو وړتياوې لوړې کړي تر څو اخري پايلې له لوړ معيار او غوښتنې سره برابرې تر لاسه کړي.
د کار کوونکو په ګمارلو او د دندو په آجرا کې ډېر ځېر اوسې:
ګروپي کار ( ټيم ورک) : طبيعتا چې يو ټيم رهبري کړل شي، مدير بايد د ګروپ د غړو تر منځ د همغږۍ فضا رامنځته کړي، د کار کوونکو لپاره د معلوماتو د شريکولو زمینه برابره کړي. تر څو لدې لارې ټول کار کوونکي يو د بل سره اړيکي ولري او خپل مشکلات او ستونزې سره شريکي او تر بحث لاندې ونيولای شي. مدير بايد هر کار کوونکی داسې وپوهوي تر څو هغه خپل رول د پروژې د بريا په ټول انځور کې وګوري. نه دا چې پریږدې هغه خپله د ځان په فکر کې شي، او خپل ځان يو بيل غړی وبولي.
لوي هدف په وړو اهدافو کې تعريف کړئ:
جزیات: د پروژې څخه لوي انځور اخېستل (پوهېدل) بسیا نکوي، د کوچنيو برخو او کارونو د پشپرېدو او يو ځای کېدو څخه پروژه د تکامل خواته ځي. نو که چېرې مو واړه کارونه ښه پلان، تطبيق او معياري وي؛ نو ټوله پروژه به بريالۍ او کاميابه وي.
که د مديريت پر څوکۍ ناست هم ياست، خپله ورځنۍ مطالعه مهٔ ځنډوئ.