په دې وروستیو کې افغانستان کې یوټیوبران زیات شوي، خو دا چې دغه کار لا هم نوی دی، په دې خاطر ورته ټولنه کې په درنه سترګه نه کتل کېږي او زیاتره خلک یې د وخت ضایع کول بولي.
خو دغه پلیټ فارم په نړۍ کې دومره مهم دی چې تقریباً دوه میلیونه خلک په کې فعالیت کوي او په کال کې ترې نږدې ۱۰ میلیارده ډالر عاید ترلاسه کوي. (دومره د ټول افغانستان کنګل شوې پانګه ده.)
په ۲۰۲۰ کال کې یوازې په امریکا کې یوټیوب دومره خلکو ته کار پيدا کړی و چې ۳۰۰ زره تنو له ټوله ورځ دندې سره معادل و.
یوټیوب شرکت په یوه څرګندونه کې ویلي چې موږ د ډېرو خلکو شوق د هغوی کاروبار کړ او دغه کاروبار هره میاشت پراخېږي.
خو د دې تر څنګ په یوټیوب نیوکې هم شته چې یوه په کې د واکسین پر ضد جوړې شوې ویډیوګانې دي او همدارنګه خلک سر ټکوي چې الګوریتم یې سم کار نه کوي.
۲۰۲۰ کال که څه هم د کرونا له امله د بې روزګارۍ کال و، خو بیا هم په کې یوټیوب وده کړې ده او په دې کال یوازې د امریکا په ناخالص عاید کې دغه ویب سایټ ۲۰ میلیارده ډالر ور زیات کړي دي.