که غواړئ ژوند مو په آسانۍ سره تير شي له ذهن څخه ګټه واخلئ / جلا سلطان

يوه ورځ يو سړی د ځنګل څخه تيريدو ګورئ چی يو بل سړی يوه ونه اره کوي.

نو ورڅخه يې وپوښتل: چی ای وروره ولي د اره نه تيزوی ترڅو په چټکي سره د کار مخته لاړ شي.

هغه سړی ورته وويل: وخت نه لرم بايد دا ټول کارونه ځان ته وکړم کار ډير زياد ده او حتا بعضی وخت د شپي له خوا هم کار کوم تر څوهغه څه چې راته امر شوي هغه ټول کارونه په خپل وخت سره وکړم نو هيڅ وخت نه راته پيدا کيږې چی زه اره تيزه کړم.

د قصه څخه پند، که چيرته دغه سړی د ذهن څخه کار اخيستی وی او لږ وخت يې د اره تيز کولو لپاره ټاکلې وی نو شاید هيڅ به د کموختی سره نه مخکيدو!

لږ باید فکر وکړو . کله زمونږ ذهن ډير مصرفه وی د کار يا هم تحصيل لپاره او ډير فشار په ځان راولو او حتا بعضی وخت خپل فاميل ياهم نورو ورځنی کارونو ته وخت هيڅ دومره نه ورکوو او دا خبره کوو چې مونږ هيڅ وخت نه لرو.

نو بايد ډير وخت ځان سره فکر وکړو او ولاړ شو او خپل باطن ته ورسيږو او د خپل د ذهن اره تيزه او روانه کړو

نو بايد هميشه د خپل ذهن نه په ډيرو کارونو کې ګټه واخلو تر څو ژوند مو په راحتی سره تير شې او هر څه په خه توګه مخته لاړ شي او دوخت کوالي سره مخ نشو.

Scroll to Top