کله چې په وينه کې دهيمو ګلوبين کچه د نارمل (13.5 نارینه ، 12.5 ښځینه )اندازې څخه کمه شي د کم خوني څخه عبارت ده چې دوينې دسرو حجراتو له کموالي څخه رامنځته کیږي. د وينې د سرو حجرو شمير کموالى کيداى شي دلاندې فکتورونو په پايله کې رامنځته شي.
* اسباب Etiology
• د وینې د توليد کموالی
• داوسپنې د فوليت يا ويټامين 12B کموالى .
• خوار ځواکې: دوينې دکموالي ډېر معمول لامل دى.
• اميدواري.
. دوينې ضايع کيدل په مياشتنۍ عادت کې له ډيرې وينې راتلني يا ږيږون سره
• مزمن سيستميکې ناروغۍ.
• دهډوکي د مغز دتوليد کموالى ( لوکيميا او يا نورې ناروغۍ).
• انتان.
• د وینې د تخريب زياتوالي ( Hemolysis ).
• ملاريا.
• انتان ( Viruses 🦠 ، Bacteria ).
• دوينې ضايع کيدل.
• پرازيټي انتانات ( چينجي ،Whipworm ).
• په مزمنه توګه دوينې له لاسه ورکول(Chronic blood loss)
، دمعد او اثناعشر له ټپ څخه راپيدا شوې ناروغۍ، بواسير، يا دکولمو سرطان.
*اعراض Symptoms
• دوينې دکموالي اعراض او علايم دهغه دمزمنوالي او شدت د درجې پورې اړه لري.
• دوينې خفيف کموالى کيداىې شي کومه نښه ونلري ، په عمده علایمو کې کيداې شې لاندې علامات شامل وي:
* الوتى رنګ (Pale Face)– چې په منضمه ،مخاطي غشا او دنوکانو په بستر کې رامنځته کیږي
* ستړيا، داشتها نشتوالی.
* دسر درد او ګنګسیت.
* بې خوبي (Insomnia)
* نفس تنګې(Shortness of breath)
* زړه ټکان
ډولونه Types
* Iron-deficiency anemia. چې د اوسپنې د کموالي له امله رامنځته کیږي او د عمومي اغراضو سربیره د خولې پیکه والی، نوکان د کاشوعی په شان کیدل(koilonychias)، او د خولې د کونجونو زخمونه(soreness) لیدل کیږې
* Vitamin deficiency anemia.چې د Vit B12 د کموالې څخه رامنځته کیږي چې د (Pernicious Anemia )په نوم هم یادیږي چې د عمومي اغراضو سربیره (tingling) د پښو او لاسونو ګوتو کې د ستنی چوخیدو احساس کول، په قدم وهلو کې مشکل او dementia, hallucinations, schizophrenia به په ناروغ کې موجود وی
* Anemia of chronic disease.چې د یو شمیر مزمنو ناروغیو له امله رامنځته کیږي
* Sickle-cell anemia. چې په ارثي ډول رامنځته کېږي
* Hemolytic anemia.چې د وینې د سرو حجراتو د ماتیدو یه Lysis له رامنځته کېږي.