ژوند مصرف کرئ.
هو! ښه مو ورته پام شوی، موږ ټول مصرف کوونکي یو ، نو ژوند هم مصرف کړئ.
تاسې تل د عطرو له ډبي نه تر وروستي څاڅکي ګټه اخلئ ولې؟ ځکه با ارزښته دی، ژوند د دې خبرو نه هم ډېر ارزښت لري، هڅه وکړئژوند مو په سمو ځایونو کې مصرف کړئ، د ژوند فرصت د ژوند مصرف دی.
هېڅ یو فرصت د ژوند کولو لپاره له لاسه مه ورکوئ، منظور دا نه دی چې ډېر کار وکړئ یا ډېره شتمني سپما کړئ بلکې منظور دا دی چېد ژوند هر شېبه لمس کړئ او په هرې شېبې کې ژوند وکړئ، د تېر وخت په ویر کې اوس او نن مه خرابوئ.
خپل استعدا نه ګټه واخلئ، د خوښیو په لټه کې اوسئ، د ژوند د دې یو ځل فرصت نه ښه او په مینه ګټه واخلئ او د زړه له کومي یېمصرف کړئ.