ډېر فکر کول ( overthinking) / قدرت الله صافی

کله چې له هرې  وړې او غټې موضوع سره مخ کیږو او یادې موضوع ته له حده زیات فکر کوو بلاخیره د خپل فکر په ځنځیر تړل کیږو دتصمیم نیولو ځواک له لاسه ورکوو او له یو داسې ډار سره مخ کیږو چې بیخي شتون نلري.

لکه د پوهنتون په انتخاب کولو کې ،د مسلک په انتخاب کې او  دیته ورته د ټولنیز ژوند په دوام کې د نورو تصمیمونو نیولو په اړه ډیر خلکاوږد فکر کوي او د احتمالي پایلو په اړه سخت احساس کوي.که تاسو په دوامدار توګه د خپل فکر په ځنځیر تړل کیږی پرته له شکه بهتاسو د ډیرو وړو وړو پرېکړو توان هم له لاسه ورکړی.

نو په عمومي ډول له حده زیات فکر کول چې د افواهاتو په نوم سره هم یادیږي.

په دوه مهمو نقطو باندې بحث کوي.

۱تېر ته فکر کول

۲راتلونکي ته اندیښنه کول

نو که چیرې تاسو په دې برخه کې مبارزه کوﺉ ممکن  تاسو  پاتې راشی یا مو ذهن په پراګنده شکل په نورو موضوعاتو تمرکز وکړي.

لکه څرنګه چې ډاګټر چیسیکا فولی ویلي  ډېر فکر کول زیاتره وخت غیرې ګټور وي

دارنګه د نیویارک  ښار  په LMHC روغتون کې یو معالج داسی نظر لريکله چې هم تاسو له حده زیات فکر کوی ممکن تاسو وخت لهلاسه ورکړی یا مو خوب ګډوډ شي یا دېته ورته نور فشارونه په تاسو  باندې راشي کوم فشارونه چې کولای شي تاسو تر ذهني فشارلاندې راولي او مختلفو رواني ناروغیو ته مو سوق کړي.”

ډیر فکر کول یواځې دا نه چې زیانونه لري بلکې یو لړ ګټې هم لري.د مثال په ډول  کله چې تاسو د یو پریزنټېشن په اړه اندیښمن یاست دافشار کولای شي تاسو سره په عمل کی مرسته وکړي یا هم  دا ستاسو د سخت کارکولو لامل کیدای شي.

نو ویلی شو چې ډېر فکر کول موږ ته زموږ د ارزښتونو بصیرت راکړي.

ولی موږ ډېر فکر (overthinking) کوو؟

ډېر فکر کول د وضعیت د کنټرولولو په لټه کې د هغه قوي،لوړ احساس او هڅې څخه عبارت ده کوم چې د  یوې موضوع د حل لپاره یېترسره کوو. دا چې موږ ولی زیاتره وخت له حده زیات فکر کې واقع کیږو د  ځواب لپاره یې  Dr.sanam.hafize چې په نیویارک ښار کېد عصبي او رواني ناروغیو ډاګټره ده د هغی نظر را اخلو نوموړې پدې نظر ده  کله چې تاسو هم  ډیر فکر کوﺉ نو ستاسو دماغ دممکنه سناریوګانو له لارې د سایکل چلولو په واسطه ستاسو د اضطراب کمولو هڅه کوي او داسې وړاندوینه کوي چې څه  پېښیږي او څهباید وکړو.

آیا ډیر فکر کول ( Overthinking) رواني اختلال دی؟

ډیر فکر کول په خپله یو پېژندل شوی رواني اختلال نده. خو د یوې څیړنې په پايله کې داسې ښودل شوې چې د اکثرو نورو روانيروغتیایي شرایطو علامه ده.

د مثال په ډول خفګان، عصبي اختلال او داسی نور  Dr.sanam hafize د فشار او ډېر فکر کولو تر منځ دوه اړخیزه اړیکه وموندلهچې نوموړې ډاګټره  په دې نظر ده چې د فشار لوړه کچه، اضطراب او خفګان کولای شي ډیر فکر کولو کې مرسته وکړي. یعنی کله چیموږ هم اضطراب او  خفګان ولرو نو په overthinking کې واقع کیږو او کله چی هم د اوږد فکر لاندې راشو د خپل فکر پر ځنځیر تړلکیږو او بلاخیره نشو کولی چې دقیق او کره  پلان ونیسو.

څرنګه کولای شو چې له حده زیات فکر (overthinking ) کې اخته نشو

د ډیر فکرو کولو څخه د مخنیوي په خاطر موږ کولای شو د لاندی معیارونو په نظر کې نیولو سره د ډېر فکر څخه خلاصون ومومو.

۱خپل فکر وننګوئ: تاسو ته اړتیا نشته چې په هغه څه باور وکړﺉ څه چې ستاسو ذهن کې دي. د ډېر فکر کولو د مخنیوي لپاره یوهګټوره لاره د اندیښنې ننګونه ده یعنې تاسو باید شواهد وګورئ او له خپله ځانه وپوښتئ

آیا فکر منطقي دی؟

آیا فکر معقول دی؟

آیا فکر ګټور دی؟

۲د خپلو ملګرو څخه مرسته وغواړئ

کله چې تاسو په اوږد فکر کولو کې ډوب کیږی نو تاسو یو ملګری غوره کړئ چې هغه له وړاندې پوهیږي چې څنګه کولای شي ډېر فکر یاهم overthinking اداره کولای شي.  څیړنو ښودلې چې همغږي، بحث او له ملګرو سره تکرار کول د اضطراب او ډېر فکر په راکمولو کېمرسته کوي.

۳تمرین وکړئ

تمرین هم کولی شي چې د خفګان په کمولو کې مرسته وکړي او د همدې تمرین په واسطه موږ کولای شو د اضطراب او نورو روانيناروغیو د اختلال مخه ونیسو.

۴له مسلکي شخص څخه مرسته  وغواړئ

ډېر فکر  کولای شي  ستاسو خوښي واخلي. نو که ممکنه وي دا به ښه وي چې د یو رواني روغتیا له یو  مسلکي شخص سره لیدنهوکړئ.

ډاګټر  چیسیکا فولي  په دې نظر دی چې ډېر فکر کول یواځې دا نه چې د یو انسان د فشار د لوړیدو  او  رواني اختلال لامل ګرځي بلکېیو لړ فزیکي نښې هم ورسره راښکاره کیږي لکه سردرد،ستړیا،التهاب او داسې نور

Scroll to Top