چین او پاکستان له نړیوالې ټولنې غوښتي طالبان “ټول‌شموله حکومت” او “ترهګرۍ سره مبارزې” ته وهڅوي

چین او پاکستان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې طالبان په افغانستان کې “ټول‌شموله حکومت جوړولو”، “ښه ګاونډيتوب” او “ترهګرۍ سره مبارزې” ته وهڅوي.

دا څرګندونې د پاکستان او چین د لومړیو وزیرانو تر کتنې وروسته د دواړو هېوادونو په هغه ګډه اعلامیه کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې راغلي دي.

خبرپاڼه له چینايي‌ سیال لي کیانګ سره د پاکستان د لومړي‌ وزیر شهباز شریف پر کتنې ورټوله ده چې په بیجینګ کې یې ورسره کتلي او له اوږده پنځه ورځني سفر وروسته اوس بېرته اسلام اباد ته ستون شوی دی.

په دې ګډه اعلامیه کې بیجېنګ او اسلام اباد د خپل‌منځي اړیکو پراختیا تر څنګ له افغانستان سره هم د خپلو دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا هوکړه او خپلې ځينې غوښتنې بیا تکرار کړې دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*