ډېری خلک له دې مشکله سر ټکوي چې د مطالعې په جريان کې د ستړيا احساس کوو، دوه درې ورقې مو لوستې نه وي بيا راباندې بوج شي.
دلته به د هغه شروطو يادونه وکړو، چې په عملي کولو سره یې يو کس په آرام زړه ډېره مطالعه وکړای شي.
اول: زماني شرائط
• د وخت اداره کول: دا چې د ورځې او شپې ټول وختونه په منظم ډول اداره کړل شي، او راتلونکی ټول عمر غنیمت وګڼل شي، ځکه د باقي عمر قېمت نشته، په ټوله کې د حفظ (د يو شي په یادو یادول) لپاره غوره وخت سهار، د څېړنې لپاره ښه وخت څاښت، د ليکنې لپاره ښه وخت د ورځې نيمايي او د مطالعې لپاره ښه وخت د ورځې باقي برخه او شپه ده.
•ځينې په دې باور دي چې د مطالعې لپاره ځانګړی وخت نشته، بس کله چې دې ورته زړه ميلان وکړ پيل پرې وکړه، او کله چې ستړی شوې بس یې کړه.
دويم: مکاني شرائط
د مکاني شرائطو څخه موخه داده چې بايد د مطالعې لپاره ځانګړی ځای په نظر کې نيول شوی وي، چې دلته په تفصيلي توګه ورته اشاره کوو:
• دا چې د مطالعې ځای د هغه ځايونو څخه لرې او جلا وي چې هلته ته فکراً مشغولېږې.
• دا چې د مطالعې ځای د هغه ځايونو څخه جلا وي چې هلته د خلکو ګڼه ګوڼه، شور ماشور، ميلې، جاري ويالې، او يا هم د سړک غاړې شور وي، ځکه دغسې ځايونو کې مطالعه انسان ذهناً مشغولوي. • که ممکنه وي کوټه کې دې دېوال لوري ته د مطالعې مېز کېښودل شي.
• مېز دې د هغه سامان آلاتو څخه خالي کړل شي چې د مطالعې جريان کې حواس بل لوري ته متوجه کوي.
• د کوټې رنګ په لوستونکي تاثير لرلای شي، غوره خبره داده چې د کوټې ماحول دې په هغه رنګ رنګين کړل شي چې لوستونکی ورسره علاقه لري.
درېيم: فيزيکي شرائط
• د هوا حالات او رڼايي په مطالعه باندې ژور أثر لرلای شي، د امکان تر حده دې ګروپ يا رڼايي لوستونکی خپل ښي اړخ ته کېږدي، په داسې شکل چې ډېر نيژدې نه وي، ځکه بيا په سترګو بوج راوړي.
• د لمر رڼا ته مطالعه کول سترګو ته ګټور او ذهني سکون بخښي.
• اړينه ده چې مېز، کتاب، کتابچه او کوټه د مطالعې وړاندې پاک کړای شي.
• له سترګو بايد کتاب اقلا دېرش سانتي لرې ونيول شي.
• بايد مطالعه په ناسته وشي، ځکه په ناسته مطالعه کول د ولاړې څخه آسانه او راحت بخښونکې ده، په ډډه (څنګ) مطالعه کول يواځې دا نه چې ګټه نلري بلکې ډېرې ستونزې زېږوي.
څلورم: معنوي شرائط
• د نېت اخلاص: لوستونکی بايد د مطالعې وړاندې ښه نېت ولري، ځکه ټول عملونه نېت پورې تړاو لري، د مطالعې څخه یې موخه بايد زده کړه وي.
• زړه له هر راز بديو، کينې، حسد او نفاق پاک کړل شي، په دې مانا کله چې لوستونکی يو کتاب لولي اړينه ده چې له ليکوال يا بل چا سره کينه، بغض او حسد ښکاره نکړي.
• د مطالعې وخت غنیمت وګڼي، او داسې فکر وکړي که چېرې دا مطالعه ونکړم، وخت مې عبث تېرېږي، چې بيا به پسې پښېمانه یم، خو څه به په لاس نه راځي.
که چېرې پورتني شرائط مو په نظر کې ونيول لرې نه ده چې ګټوره مطالعه وکړو.