ځوان باید څنګه وي؟

ځوان هغه څوک دی چې، ډیره انرژي، ډیر مثبت گرا، ډیر ځیرک، ډیر حوصله مند او د ټولنې لپاره یو نعمت وي؛ نه مصیبت.

په کومه ټولنه کې چې ځوان اوسیږي؛ پرمختگ یې شونی دی؛ خو په دې شرط چې وخت ورکړل شي.

پرته له ځوانانو، د ټولنې پرمختګ یو خیال دی.

ځوان ځکه په ټولنه یا جامعه کې مهم دی چې، اویا فیصده (۷۰ ٪) ځوانان د ټولنې برخه تشکیلوي/جوړوي.

له انرژي یې باید سالمه ګټه پورته شي.

کچېرې راشو، ډیری تاریخونو کې ځوانان ډیر مثبت ګامونه اخیستي.

تر ټولو سخت، پیچلي، درانه کارونه ځوان ته سپارل کیږي او ځوان یې په خلاص تندي مني او منلي دي.

د تاریخ په اوږدو؛ ډیری درانه، مهم، سقیل کارونو ځوانانو ته سپارل شوي او دوی پرته له انکاره منلي/ ترسره کړي.

ځوان هغه څوک دی چې، لومړی باید خپل ځان، بیا کورنۍ، بیا ټولنې ته خدمت وکړي.

څېړنو ښودلې؛ هغه ځوان چې، خپلې کورنۍ، ټولنې ته خدمت ونه شې کولای، هیواد ته یې هم نه شي کولای.

نو لازمه دا ده چې، اول ځان؛ بیا جهان.

راشه اول ځان جوړ کړه، بیا نړۍ.

اول خپلې کورنۍ ته خدمت وکړه؛ بیا ملت ته.

زما په شخصي آند؛ ځوان ته د عمر معیار ټاکل به مناسب نه يي؛ ځکه ځوان هغه دی چې، د خپلو مسؤلیتونو تر څنګ د ټولنې مسؤلیت همواخلي؛ نه دا چې دی خپله په ټولنې، بوج او پیټی وي.

ځوانان د ټولنې د ملاء د تیر حیثیت لري.

ځوان هغه قشر دی چې، ټولنه ورته له هر څه ډیره اړتیا لري.

د ښه ځوان ځینې مهمې ځانګړتیاوې:

۱: ځوان باید روڼ اندی وي؛ تر څو ټولنې ته له مثبتې زاویې وگوري او خپل مسؤلیت درک او ترسره کړي.

۲: ځوان باید ځیرک، هوښیار، حوصله مند وي.

۳: ځوان باید، مسؤلیت پزیره وي.

۴: ځوان باید، له خپلې خاورې سره مینه ولري. که یې نه لري؛ باید زده کړي چې، هیواد د مور حیثیت لري او خپلې مور سره جګړه؛ ډیر داندیښنې وړ ده.

۵: ځوان باید، تعلیم یافته، پوهه، اخلاقي وي.

۶: ځوان باید خپل مسؤلیتونه وپیژنې.

۷: ځوان باید، نور خلګ اګاه او پوه کړي.

نیکمرغې ټولنې هغه دي چې؛ ځوانان ولري.

۸: ځوانانو ته وخت او ارزښت ورکړي.

مثبت کارونه یې وستایي.

او منفي کارونه یې ورته په ګوته شي.

۹: ځوان باید باجرئته؛ زړور او هوښیار وي.

۱۰: ځوان باید همیش؛ خپل نظر څرګندونکی ووسي.

۱۱: ځوان باید همیش؛ نور وهڅوي.

۱۲: ځوان باید هڅانده، روشنفکره، نوښتګر ووسي.

Scroll to Top