د یو ساختمان په ډيزاین او جوړولو کې او هغه مواد چه د یو ساختمان په جوړولو کې استعمالیږي مهم فکتور یې دادي چه د اور د سوزولو په مقابل کې کافي مقاومت ولري، ځکه چه اور د یو ساختمان د ژوند موده راکموي، نو باید د ساختمان د جوړولو په وخت کې لاندې تدابیر ونیول شي.
•که چېرې د یو ساختمان ارتفاع د (15m) څخه زیاته شي، نو باید په هر منزل کې د نجات رسۍ موجوده وي چه د اور د لګیدو په صورت کې ترې د ښکته کیدو لپاره استفاده وشي.
•په هر منزل کې باید د اور ضد حریق موجود وي.
•په زینو کې باید د اطفایې درز په کافي ډول سره وي.
• د اطفایې د اصولو له نظره د هر اطاق دروازه باید بیرون ته خلاصه شي.
• په یو ساختمان کې باید فراري زینه شتون ولري.
• هغه ساختمانونه چه ارتفاع یې د (15cm) څخه زیاتېږي باید ددیوال په خارجي برخو کې اور اخستونکي مواد(Combustible) استعمال نشي.
• د غټو ساختمانونو د جوړولو په صورت کې باید د اطفايې د ریاست قوانین په نظر کې ونیول شي.
• په سلب کې قوي مقاومت لرونکی سیخ استعمال شي.
• د سټیل لرونکي ساختمانونو د جوړولو يه صورت کې باید پایې او بیم ته د(5cm) په اندازه اور ضد(fire proofing) موادو په واسطه پوښ ورکړل شي.
• په هر منزل کې باید د اور کنټرول یوه خونه موحوده وي.
• د لویو ودانیو په هر منزل کې باید(Sprinkler System) موجود وي.
• په ساختمان کې باید د اور ضد په خاطر لاندې مواد استعمال شي
•Cement Mortar
• Gypsum- Based Plaster
•Gypsum vermiculite
•Glass fiber
•Crushed rock
•Ceramic