د چارو اداره خبر ورکوي چې د جمهور رئیس د یوه فرمان له مخې؛ عبدالستار میرزکوال، د بسم الله محمدي پرځای د کورنیو چارو وزیر
بسم الله محمدي د اسدالله خالد پرځای د دفاع وزارت سرپرست؛
د کورنیو چارو وزارت پخوانی سرپرست حیات الله حیات، د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر؛ او
د دې وزارت پخوانی وزیر جیب الرحمن کریمي د پراختیا او زیربناي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار په توګه ټاکل شوي دي.