دا کتاب د لویدیځې نړۍ د معاصرو ټولنیزو خوځښتونو تاریخ او د جګړو، استعمار او نفوذ له لارې په وروسته پاتې نړۍ کې د دغه تحریکونو اغېزې مطالعه کوي، او پدغه اړه یوه داسې تیوري، چې د ټولنیزو خوځښتونو دوراني رامنځته کېدل او د هغوي زوال په اړه بحث کوي، هم وړاندې کوي.
کتاب چې د لانجمن سیاست او ټولنیزو تحریکونو په پېژاندګلوي او بحث پېلېږي،دمعاصرو ټولنیزو خوځښتونو په رامنځته کېدو، په خوځښتونو کې د ځواک، او د لانجمن سیاست ابعاد درې عمومي برخي لري.
د امریکا او فرانسې له اوښتونونو څخه د شوروي اتحاد له ټوټه کېدو وروسته ، او تر نن پورې د ټولنیزو تحریکونو مبهم خو په ورته وخت کې حقیقي ځواک په اړه بحث کوي. پدې کتاب کې ټارو د ټولنیزو خوځښتونو د رامنځته کېدو، د دولت او د سیاسي اقتصاد سره د دغو تحریکونو اړیکه،د مخالفینو او متحدینو سره د تحریکونو چلند، او په ملي او نړیواله کچه د دغو تحریکونو د ضعف او قوت پر نقطو بحث کوي.
لانجمن سیاست، دې کتاب کې د یو داسې مفهوم، چې
ټولې هغه کړنې، چې له لابي کولو، مروجه حقوقي لارو چارو، او عامه اړیکو څخه د باندې رامنځته کېږي، په توګه معرفي شویدی. ټولنیز تحریکونه د لانجمن سیاست یوه مهمه برخه ده. خو د عادي ښاریانو د رضا کارو سازمانونو، او ان د سیاسي ګوندونو لخوا د واکمنو ننګول هم د لانجمن سیاست تر عنوان لاندې مطالعه کېږي.
ولې د حکومتونو او رژیمونو له اړخه د زور زیاتي او استبداد سره سره بېا هم خلک پر خپله ویره برلاسی مومي، او په تش لاس د حکومتونو ننګونو ته را وړاندې کېږي؟دا هغه پوښتنه ده، چې د لانجمن سیاست پوهان ورته له ډېر وخت راپدېخوا د ځواب موندلو هڅه کوي.دې پوښتنې ته د ټولیز اقدام تیوري
Collective Action Theory
په رڼا کې د دې کتاب لیکوال د ځواب موندلو هڅه کړېده. جي ټارو په ټوله کې د دې تیورۍ په اړه دوه لید لوري وړاندي کړيدي. لومړی لید لوری د مارکس، لینن، د ګرامسکي او ټیلي دی. لومړی لید لوري طبقه یا کلاس د ټولیز تحریک لامل او محرک ګڼي. خلک هغه وخت په ټولیز تحریک کې ښکېلېږي، کله چې د دوي طبقه د دوي د مخالف سره په بشپړه مخالفت کې واقع شي. لینن د خپل وخت حالاتو ته په کتلو سره استدلال کړی، چې کارګره طبقه د خپل حقونو د ترلاسه کولو لپاره د فعالیدو لپاره یوې هڅونی ته اړتېا لري. پدې ډول لینن دغه تیوري ته د کارګرانو لپاره د سازمان د موجودیت اړتېا ور اضافه کړې. ګرامسکي هم په لومړي سر کې د مارکس پر پل پل کېښود او د ټولیز اقدام نظریې ته یې د ګډ شعور عنصر ور اضافه کړ. وروسته نوموړي د دولت جوړښت او د دولت سټراټيژيکي غوښتنو ته پام واړولو.
بلخوا، معاصرو پوهانو پرته لدې چې د مارکس تیوري ته پام وکړي، د سیستم څخه د خلکو نا رضایتي، مشرتابه او سازمان، د یو خوځښت د غړو تر منځ تفاهم، او سیاسي فرصتونو او محدودیتونو کې تغییر د ټولیزو تحریکونو د رامنځته کېدو د لاملونو په توګه وړاندې کړيدي.دویم لید لوری کې د ټولنیز تحریک په رامنځته کېدو کې د طبقې سره د تړوا اړتېا منتفي شویده.
د دې کتاب لیکوال له نظره په ولسي سیاسي فرصتونو او محدودیتونو کې تغییر په ټولیز اقدام کې ښکېل خلکو لپاره خپلو هڅو ته د دوام لپاره په یوه هڅونه بدلیږي.
دې کتاب د ټولیزو تحریکونو په پرمختګ او پراخېدو کې د چاپ، سازمان، پانګوالۍ(کاپیټالیزم) او د دولتونو د منسجم کېدو پر رول هم بحث کړی. لیکوال استدلال کوي، چې یادو فکتورنو سیمه ییز تحریکونه په ملي او بین المللی خوځښتونو بدل کړل.
د کتاب لیکوال په ټولنیزو خوځښتونو کې د خلکو د جذبولو لپاره د پیغام پر رسولو هم بحث کړی. پدې اړه جي ټارو لانجمن سیاست معرفي کول د خوځښت لپاره د پېژاندګلوۍ رامنځته کول، او دا چې څه ډول خوځښتونه د خلکو احساسات جوړوي، د هغو دریو عناصرو په توګه، چې ټولیز خوځښتونه ور څخه ګټه اخلي، په توګه یاد کړيدي.
په معاصر وخت کې موږ ګورو چې واړه خوځښتونه په ملي او ځنی وخت په نړیوالو خوځښتونو بدلیږي، یا د دې برعکس نړیوال خوځښتونه په ملي خوځښتونو بدلیږي. د کتاب له مخې، نړیوال خوځښتونه کورنۍ رېښې لري او د بېلا بېلو ملي لاملونو له امله رامنځته کېږي.
دیو ټولنیز تحریک د بریالی کېدو لپاره څه باید وشي؟ دا هغه بله پوښتنه ده، چې د کتاب لیکوال ورته د ځواب ویلو هڅه کړیده.په یو لړ ځانګړي وختونو کې د ټولنیزو خوځښتونو د بریا چانس لوړ وي. د بېلګې په توګه هغه هیوادونه چې ټاکنې پکې کېږي، هلته ښايي د ټاکنو پر مهال سیاسي ګوندونه د خوځښتونو غوښتونو ته یو څه سر ټیټ کړي. سیاسي فرصت د خوځښتونو د بریا په لار کې یو مهم فکتور دی. خو لیکوال استدلال کوي، چې یواځې سیاسي جوړښت نه، بلکې د مبارزینو سټراټيژیاني د دوي موخې او بریاوې ټاکي.
د دولتونو لخوا د ټولنیزو تحریکونو د ځپلو د وړتېا زېاتېدلو د ټولنیزو خوځښتونو د ځپلو په اړه اندېښنې زیزولي، خو د دې کتاب لیکوال د ټولنیزو خوځښتونو د پايښت او دوام په اړه مطمین ښکاري.