په بدخشان کې ترافیکي پېښه؛ ۴ تنه وژل شوي، ۷ ټپیان دي

د بدخشان ولایت په یفتل پایین ولسوالۍ کې د ترافیکې پېښې له امله ۴ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

سیمه‌‌ییز چارواکي پېښه تائیدوي او وایي چې پېښه تېره شپه نږدې ۱۰ بجې د یفتل پایین ولسوالۍ په «دهن سابات» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د چارواکو په وینا یو لنډکروزر موټر چې له د راغستان ولسوالۍ نه د بدخشان مرکز فیض‌آباد ته روان، له سرکه لوېدلی او مرګ ژوبله یې رامنځته کړې ده.

د معلوماتو له مخې وژل شوي کسان ټول د لغمان ولایت اوسېدونکي وو چې بدخشان ته د کار لپاره تللي وو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*