په ایمان کمزوری مفتي قوي؛ ویډیو زما نه ده، ځوانان بې لارې دي

څو ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو د پاکستاني مفتي غیراخلاقي ویډیو خپره شوه چې لیدل کېږي له یوه چاسره په ویډيو کال اخته دی او جامې يې پر تن نشته.

دا ویډیو په لږ وخت کې ډېرو کتونکو د سوشل میډيا له لارې وکتله او مفتي په چم مالت کې ښه سم بدنام شو.

دا لومړی ځل نه دی، بلکې له دې مخکې له قندیل بلوچ سره د مفتي د ګپ شپ او ټوقو ټقالو ویډیو هم خپره شوې وه.

مفتي قوي هغه متل اورېدلی: (چې ویې نیوې، ویې نیسه چې پرېږدې دي)، ځکه خو د ځان پرځای ځوانانو ته په غوسه دی او شکایت کوي چې ځوانان بې لارې شوي دي، ځکه زما ویډيويي یې په یوه ورځ کې سلګونه زره خلکو ته ورسوله.

په ایمان او وجدان کمزوری پاکستانی مفتي عبدالقوي وایي چې دا ویډیو زما نه ده او ماشومانه دلیل یې دا دی چې له ما ټچ سکرین موبایل کورنۍ اخیستی، نو زه څنګه په بل ډول موبایل ویډیو کال کولای شم.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستانی مولا داسې د نړۍ په کچه شرمېږي، بلکې له دې مخکې مفتي عبدالعزیز هم ورته ګلان کرلي وو او له خپل یوه شاګرد سره د جنسي اړیکو دوه ویډیوګانې یې راوتې وې.

Scroll to Top