په افغان ټولنه کې د ګډ ژوند مفهوم  /ن.ا.ن

۲۶ زمری ۱۴۰۳ / ۱۶ اګسټ ۲۰۲۴

پرون مې له همکارې سره د ګډ ژوند په باب لنډ بحث درلود. دواړه په دې اند وو، چې په افغانستان کې د ټولنې مطلق اکثریت ان ۹۵ سلنه خلک د ګډ ژوند په مانا او مفهوم نه پوهیږي. زموږ دلیل دا و چې په افغانستان کې په ځانګړې توګه په پښتني ټولنه کې ډېری وخت د یوه ځوان د واده او ګډ ژوند په ارتباط د هغه مور او پلار تصمیم نیسي؛ هغوی په خپله خوښه ورته یوه نجلۍ د واده لپاره انتخابوي او ځوان ـ پرته له دې چې د هغه مقابل لوري په اړه ژور تحقیق وکړي ـ د والدینو پرېکړې ته غاړه ږدي. بلاخره له هماغه کس سره واده کوي او ژوند پیلوي، چې ځینې وخت ښځه او خاوند پکې خوشحاله وي او ځینې وخت بیا ان خبره تر مشکلاتو، کورنیو شخړو، دعوو دنګلو او ترجدايي پورې رسیږي. خو پوښتنه دا ده چې ایا دغه رواج او ستور، چې په ترڅ کې یې یو هلک او یوه نجلۍ واده کولو ته سوق کیږي، سم دود ویلی شو؟ آیا نجلۍ او هلک کولی شي په دې توګه یو بریالی ګډ ژوند ساز کړي؟ بلاخره په افغانستان کې د ګډ ژوند مفهوم او مطلب څه دی؟

دغه موضوع راته جالبه ښکاره شوه؛ تر یوه څه سر سري تحقیق وروسته غواړم خپل نظر په یوه لیکنه شریک کړم.

اصلاً د ګډ ژوند مفهموم څومره چې په بېلا بېلو ټولنو او فرهنګونو کې متفاوت دی، همدومره د مختلفو خلکو ترمنځ توپیر لري. هرڅوک له ګډ ژوند څخه بېل تعریف او موخه لري. د یوه کس لپاره ښايي ګډ ژوند له یوې نجلۍ یا هلک سره واده کول او بلاخره د اولاد درلودل وي. بل څوک ښايي له یوې نجلۍ یا هلک سره ددې لپاره واده کول وغواړي چې هغه مقابل کس (نجلۍ یا هلک) زیات شتمن وي او فکر کوي چې په دې توګه به دوی یو غوره ژوند ولري. داسې کسان هم شته چې واده صرف ددې لپاره کوي چې مطلب یو څوک ولري چې د ضعیفۍ، ناکسۍ او کمزورۍ پرمهال د دوی پالنه وکړي او یوازې یې پرینږدي.

خو زه فکر کوم د ګډ ژوند موخې باید دومره کوچنۍ نه وي او نه باید په دې اړه تصمیم عجولانه او بې‌باکانه وي. د ګډ ژوند ملګری داسې څوک دی چې د ژوند تر ټولو زیاته برخه او تر ټولو مهمه دا چې ـ د ژوند تر ټولو محرم اړخونه ـ له هغه کس سره شریکیږي؛ نو په انتخاب کې باید تر حد زیات دقت وشي. د ګډ ژوند په اړه پخواني دودونه او نظریات باید چلنج شي، دا ځکه چې د نني عصر ځوانان او د ژوند تقاضاوې له سل کاله پخوا ځوانانو، د هغوی د ضروریتونو، هیلو او غوښتنو او د ژوند د شرایطو څخه کاملا متفاوتې دي. د ګډ ژوند په څېر د ژوند مهمو او حیاتي موضوعاتو ته باید د نني عصر د شرایطو ته په پام سره پاملرنه وشي.

د موډرن لف په نوم د ګډ ژوند مشورتي ویب‌پاڼه لیکي: «یو سالم او بریالی ګډ ژوند د دوو داسې انسانانو د تدریجي تکامل پایله ده چې د یو او بل پر وړاندې ورته تعهد، د ځان په اړه  معلومات او متقابل درناوی لري».  د لیکوال په باور د بریالي ګډ ژوند لپاره، جوړې باید د یو او بل له پلانونو او موخو څخه خبر شي او د هماغو موخو په ترلاسه کولو کې باید د دواړو ترمنځ یو شان تعهد شتون ولري. دغه راز هرکس باید د ځان په رابطه بشپړ معلومات ولري، خپل د ضعف او قوت ټکي ومومي او د هغو نیمګړتیاوو پر اصلاح کار وکړي چې د ګډ ژوند د زیانمېدو لامل کیږي. او تر ټولو مهم څېز متقابل احترام دی چې د یوه ګډ ژوند لپاره د ملا د تیر حیثیت لري. د ژوند شریکان باید له یو او بل سره پرته له کوم قید و شرط څخه د زړه له تله مینه ولري او یوه بل ـ سره له ټولو نیمګړتیاوو ـ ومني او درناوی یې وکړي.

په ګډ ژوند کې دوه انسانان د یو او بل ترڅنګ ژوند کوي؛ نه د یو او بل په مقابل کې. اړینه ده چې دواړه کسان یو او بل داسې وپيژني او د یو او بل د خیالي نړۍ څخه دومره ځان خبر کړي ترڅو د یو او بل په خیالاتو کې غرق شي او دا ګډ ژوند داسې برابر کړي لکه د هوا مرغه. لکه څنګه چې مرغه د ژوند د بقا او د هسک الوت لپاره دواړه وزرونو ته اړتیا لري؛ دغه راز د ګډ ژوند شریکان باید د ژوند پرمخ بېولو او هسکو پوړیو ته د رسېدو لپاره د یو بل مشترک کار، همکارۍ، تکیې او مشورې ته اړتیا ولري.

په لنډه توګه، د یوه ګډ ژوند لپاره باید د ژوند ملګري یو او بل ښه وپیژني، د یو او بل ارزښتونه تشخیص کړي او د متقابل احترام او باور په رامنځته کولو سره داسې ګډ ژوند جوړ کړي، چې هر یوه ته خپل د ژوند ملګری/ملګرې ـ سره له ټولو نواقصو ـ د نړۍ تر ټولو ښایسته، خاص او مهم کس ښکاره شي او ورسره ناسته ولاړه ورته د نړۍ تر پاچاهۍ هم ارزښتناکه او سکون بښوونکې وي.

اسلام هم د واده او ګډ ژوند په اهمیت باندې ټینګار کړی. قرانکریم کې واده او د خپلو مېرمنو ترڅنګ اوسیدل د آرامښت سبب بللی او مسلمانانو ته سپارښتنه کوي چې بې مېړه ښځو او بې‌مېرمنو سړیو ته د واده کولو بند و بست وکړي. همدارنګه د روایتونو له مخې واده د اسلام له نعمته وروسته تر ټولو لوی نعمت ګڼل شوی. په اسلام کې د د واده لپاره ښه اخلاق او دینداري، ښایست، نسب او شتمني هغه ځانګړتیاوې بلل شوې چې باید د ګډ ژوند شریک یې ولري. دا هم ثابتوي چې یو څوک باید خپل راتلونکي ژوند د شریک په باب دقیق تحقیق وکړي او پيژندګلوي یې حاصله کړي، ترڅو د دوی له عینکو مقابل کس اخلاق او ښایست لري او که نه او دوی ورسره ګډ ژوند غواړي او که نه.

اوس نو تاسې فکر وکړئ چې زموږ په تولنه کې د څو فیصده خلکو ژوند له داسې متقابل احترام، باور او خلوص څخه ډک دی؟

Scroll to Top