که مو په فېسبوک کې څوک نه خوښېږي، د خپلو ملګرو له لیسته یې وباسئ او که ډېر ورته غوسه یئ، نو مستقیماً یې بلاک کوئ.
خو فکر مو کړی چې که په ټوټېر کې موږ څوک نه خوښېږي او تاسې یې فالو کړئ یئ، نو څنګه ترې ځان خلاصولای شئ؟
تراوسه د دې یوازینۍ ممکنه لار دا وه چې تاسې هغه کس بلاک کړی وای، خو د فېسبوک غوندې طریقه یې نه درلودله چې هغه کس دېبلاک هم نه شي او تاسې دې ترې خلاص هم شئ.
ټوېټر همدې ستونزې ته د حل لارې موندلو په موخه پر یوه نوي اپشن کار کوي.
د دې اپشن په فعالېدو به تاسې دا وړتیا ولرئ چې که مو څوک فالو کوي او تاسې نه غواړئ چې فالو مو کړي، له بلاک کولو پرته ترې پخپلهځان انفالو کولای شئ.
یعنې ټوېټر تاسې ته دا واک درکوي چې د هغه کس له لوري ځان انفالو کړئ، توپير یې دا دی چې کس بلاک کوئ، نه بلکې که وغواړي بیامو بېرته فالو کولای شئ.
البته د محرمیت په نظر کې نیولو سره، ټوېټر هغه کس ته دا خبر نه ورکوي چې ګني تاسې ترې ځان انفالو کړی دی.
ټوېټر دغه اپشن په سپټمبر میاشت کې امتحان کړی دی چې ښايي زر د ټولو کاروونکو لپاره د لاسرسي وړ شي.
طریقه یې دا ده چې څوک د خپلو فالورو له لیست نه وباسئ، پروفایل ته به یې ورشئ، په درې ټکو (…) به کلیک وکړئ او کس به Remove this follower اپشن به کلیک کړئ.