ټولنیز نزاکت څه وایي؟
ټولنیز نزاکت هغه کارونه چې په ټولنې پورې اړوند/مربوط وي، هر شخص مکلف دی؛ چې په ټولنیزو نزاکتونو ځان پوه کړي او بیا عمليکړي؛ چې له دې سره به مو د ټولنې حق اداء کړي وي.
ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې د کوڅې په منځ کې تګ نه کول.
ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې په موټر کې په لوړ غږ خبرې نه کول.
ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې په لاره کې د بې ځایه موبایل نه استعمالول.
ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې د بل خور، مور او لور ته نه کتل.
ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې د بل له اجازې پرته د هغه په موبایل/کمپیوټر کې لاس نه وهل.
ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې د لارې په منځ کې د کېلې پوستکی نه غورځول.
ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې په مجلس کې بې ځایه خبرې نه کول.
ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې په لاره په لوړ/جیګ غږ خبرې نه کول.
ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې په روغتون او ورته نورو ځایونو کې په جیګ/لوړ اواز خبرې نه کول.
ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې هرې ادارې ته وخته تلل او نا وخته بېرته وتل.
ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې په عامه ځایونو کې په لوړ/جیګ غږ موسیقي نه اورېدل.
ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې په عام موټر کې کېښنئ واز/خلاص مه کېنئ.
ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې په عام موټر کې سیګرټ، نسوار مه کوئ.
ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې د بل د خبرو جریان نه قطع کول.