ټایمز نو آژانس: امرالله صالح تاجکستان ته تللی دی

هندي رسنۍ Times now په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د امرلله صالح له پنجشیر ولایته، د څو قومندانانو په ملتیا تاجکستان تهتښتېدلی دی.

خبر زیاتوي چې صالح پرون هغه وخت تاجکستان ته تللی چې پر پنجشیر د طالبانو د بریدونو له امله فشار زیات شو.

له بل خوا نن امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه په پنجشیر کې د مقاومت ننګه کړې او ويلي یې دي چې له سټلایټ انټرنېټ سره وصل دی.

له څو ورځو راهیسې پنجشیر کې انټرنېټي خدمات پرې شوي وو او پرون شپه برښنا هم پرې شوې ده.

Scroll to Top