يو انسان ژر مه قضاوت کوئ/ جلا سلطان

يوه ورځ يو آرواپوه ملي بس ته راجيګ شو ګوري چې د ملي بس فضاء ډيره آرامه پرسکونه ده هر څوک خپل ځان سره مصروف دی

څوک ځان ګرموي څوک ويده دي نو آرواپوه لاړ چوکې کې کيناستو

ګوري يو څو شيبې وروسته يو سړې او سره له ماشومانو سره راجيګ شو نو د ملي بس فضاء بدله شوه يعنې نا آرامي منځ ته راغله هغهماشومان چې ورسر وه د هغه سړې سره نو يو يې ژاړيدو يو  یې یوې خواته ځي او بل يې بې خواته نو يو څو شیبې هغه آرواپوه صبروکړې بعد له څو شيبو يې صبر ونکړای شو نو ګورې چې هغه سړې په چوکې کې ناست ده او ډير په سوچونو فکرونو کې غرق ده اوارواپوه ځان سره وايې دا څومره بې احساسه او بې مسولیته شخص ده

نو آرواپوه ډير په تيزۍ او په غوصې سره یز ورته وويل چې ای وروره!

آيا ته نه ګورې چې ماشومانو د داسې غالمغال اچولې او د ملي بس فضاء يې څومره نا آرامه کړې؟

او ته په سوچونو کې غرق يې

هغه سړې ورته وويل: چې هو  زه پوهيږم ډيره بښنه غواړم زه د دې لپاره په سوچونو کې غرق یم ځکه چې همدا څو شيبې وړاندې د دغوماشومانو مور او زما ميرمن په حق ورسيده؛

نو زه ده دې لپاره فکر کوم چې زه څنګه وکولی شم د خپلو ماشومانو روزنه وکړم زه همدې لپاره خفه يم نو زه ځکه داسې سوچ کې ډوبشوې يم.

نو دې وخت کې آرواپوه ډير خفه شو او له هغه مقابل شخص نه يې ډيره بښنه وغوښتله او ورته يې وويل چې ما ستا په ظاهر باندېقضاوت وکړ او ستا له زړه نه نوم خبر چې ته څومره خفه يې.

نو دلته آرواپوه دا وويل: چې هيڅ کله هم د چا په ظاهر مه غلطيږئ او نه هم ژر قضاوت کوې لږ څه فکر کوې يا هم لږ د يو شخص په اړهپلټنه کوې که پر حق وه قضاوت کوې او که په حق نه وه د اوريدل شوو خبرو په اړه مو د يو چا قضاوت وکړ نو دا هيڅ ښه کار نه دی!

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلې:

پر چا شک مه کوئ، پر خلکو تهمت مه لګوئ ، او په زړونو کې کرکه هم مه ساتئ؛ ځکه دا ډيره عظيمه ګناه ده.

Scroll to Top