ځکه کوم کار یا شی چې زموږ د خفګان سبب کېږي، د هغه پرېښودل راته سخت یا ناشوني دی.
ځکه تر خپلو خوبونو او هیلو د خلکو خبرو ته ډېر ارزښت ورکوو.
ځکه موږ په خپله او په خپلو لاسونو د خپلو خوښیو کونجي/ کیلي د نورو په جېب کې اچوو او په دې باوري نه یو چې موږ په یوازې ځانهم کولای شو نېکمرغه وګړی اووسو.
ځکه موږ تر خپلې خوښۍ او رضایت د مادي نړۍ شیانو ترلاسه کولو ته ډېر ارزښت ورکوو، حتی که زموږ د خوښۍ په بیه وي.
ځکه موږ انسانان د خپل لومړیتوب په وروستۍ درجه کې ساتو او په هغوی ډېر پام نه کوو.
ځکه موږ (بدو) پېښو او کارونو ته دومره ارزښت ورکوو چې زموږ په نېکمرغیو اغېز وکړي.
په اصل کې نېکمرغه هغه خلک نه دي چې هېڅ ستونزې ونه لري، بلکې نېکمرغه هغوی دي چې خپلو ستونزو سره مشکل نه لري او هرېستونزې ته د یوه درس په سترګه ګوري، حل لاره ورته پیدا کوي او ترې سبق اخلي.