د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په یوه ټويټ کې د هغو په اصطلاح قومي سپين ږیرو د نیول کېدو خبر ورکوي چې په منځګړتوب یې ځينې امنیتي پوستې او ولسوالۍ طالبانو ته پرېښودل شوې دي.
آرین په ټويټ کې ویلي: (په دې وروستیو کې یو شمېر خلکو د ځایي مشرانو په نوم، ځینو ولایاتو کې منځګړتوب کوي چې طالبان امنیتي پوستې ونیسي، خو دا کار یې له دښمن سره مخامخ همکاري ګڼل کېږي.)
ویاند په ټويټ کې زیاتوي چې تر دې دمه په دې اړه څو تنه د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي او که په راتلونکي کې هم څوک دا کار وکړي، د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه یې د نیولو امر لري.
له څه وخت راهیسې خبرونه خپرېږي چې په ځینو ځایونو کې د ځایونو مشرانو په منځګړتوب د امنیتي او دفاعي ځواکونو پوستې طالبانو ته سپارل شوي دي.