نګوګي، جلاوطني او افغانستان / لیکوال: طایر ځلاند

طایر ځلاند

د کینیا نړیوال شهرت لرونکی لیکوال نګوګي واتهیانکو له دې کبله په سزا محکوم شو چې « په زړه کې زخم» په نوم یوې تیاتر ډرامه کې یېد یو داسې برتانوي افسر په اړه صحنه جوړه کړې وه چې د یو محلي سرتيري په مېرمن جنسي تېری کوي.

هغه مهال په دې ډرامې بندیز ولګېد او نګوګي واتهیانکو یې له امله د ډول ډول مشکلاتو سره مخ شو، نګوګي وايي کله چې له دې پیښېسره مخ شوم نو ذهن ته مې یوه خبره راغله چې زه باید څه ډول لیکل وکړم او د چا له پاره یې وکړم، دغې ټاکنې لا ماته وخت په سر ښودلېوه چې په راتلونکې کې به زه له کوم ډول سرنوشت سره به مخ کيږم.

نګوګي په ۱۹۷۷م کال کې د یوې بلې ډرامې پر سر چې نوم یې و« کله مې چې زړه وغواړي واده کوم» پرته له محکې تر یو کال پورېزنداني شو، د نګوګي ګناه دا وه چې د خپل هنر له لارې یې غوښتل د کینیا خلک د خپل واک شي او په خپلې ژبې د خپل زړه خبرېوکړلای شي.

خو دغو فیزیکي او روحي شکنجو نګوګي لا ځواکمن کړ، فکر یې وکړ چې باید له دغه حالته نړۍ خبره کړي او دې له پاره په یوې نړيوالېژبه کې خپل غږ او د کینیا درد تر خلکو ورسوي او تر څنګ یې د خپل پلارني وطن ژبه هم هېره نه کړي او خپل خلک په خپله ژبه کېوپوهوي.

نګوګي لومړنی لیکوال و چې د هنر له لارې یې په خلکو کې داسې خبرې خورولې چې هغوی یې ځان ته متوجې کول او هغوی ته یې دااحساس ورکوه چې تاسې د کینیا اوسېدونکي یاست او کینیا د ځمکې پرمخ یوه داسې جغرافیه ده چې د نورې نړۍ په څېر دلته همانسانان اوسيږي، هغوی احساس لري، هغوی ضرورتونه لري او هغوی دا هیله او حق لري چې د نورو په څېر ژوند وکړي.

د نګوګي دا ډول فکرونو که څه هم د کینیا خلکو له پاره د یو روڼ او خپلواک سبا زیري راوړل خو په خپله یې دده د ژوند د ښېرازۍ ورځې دزندانونو د تیارو خوراک کړې وې.

نګوګي د زندانونو له ټولو ستختیو سره سره د خپل ولس په ژبه په تشناب کاغذ باندې « په دار ځوړند شیطان» کتاب ولیکه چې بیا وروستهیې نړیوال شهرت پیدا کړاو نګوګي واتهیانکو ته یې د ژوند نوې لاره ورکړه.

په ۱۹۸۲م کال کې نګوګي د پلارني وطن په خپلې محلي ژبه « ګیکویو»باندې د یو لیکل شوي ناول چې چاپ ته لېږل شوی و، له چاپ دوهاونۍ وړاندې د خپرندویه ټولنې په مشر د هغه د کور په مخکې برید وشو او له هغه یوه ګوته پرې کړی شوه چې بیا وروسته د عملیات لهلارې جوړه کړی شوه، دا پېښه په داسې مهال پیښه شوه چې نګوګي او دهغه د کتابونو خپروندویې ټولنې ته په ورځو ورځو د تلیفون لهلارې ګواښونه کېدل.

نګوګي یوازې دا سزاګانې ونه کتلې بلکې په ۱۹۸۷ م کال کې د خپل د یو بل ناول د یو کرکټر په سر هم و ځورولی شو او خوب او خنداپرې حرامه کړی شوې وه.

په هغه کینیايي لیکوال چې ټول مقصد یې د خلکو بیداري او هغوی یو ښه ژوند ته هڅول وو په همدې تېریو او ظلمونو بسنه ونه کړه بلکې په۲۰۰۳م کال کې چې کله دهغه یو بل ناول چې د خپل پلار نیکه د وطن په ژبه لیکل شوی و له چاپ ۱۱ ورځې مخکې پر هغه او د هغه پرمېرمن وسله وال برید وشو، ځيني راپورونه خو داسې هم ورکول شوي وو چې د هغه پر وړاندې د هغه پر میرمن جنسي تېری هم شوی و.

نګوګي واتهیانګو دا ټول ظلمونه، سختۍ او بدې ورځې یواځې ددې له پاره په ځان ګاللې چې د کینیا خلک له یو خوشاله، سوکاله اوخپلواک ژونده برخمن شي، نګوګي وايي چې کله زه د کینیا په یوې محلي ژبه لیک کوم داسې راته بریښي چې زه له نړۍ سره غږېږم، خپلومحلي ژبو ته احترام او په سختو ورځو کې هغو ژبو ته کار نګوګي د ژبو د ساتنې په سرتيري مشهور کړاو په ټوله نړۍ کې یې هغه ته عزتوروباښه او اوس یې کتابونه او ویناوې نړیوال ارزښت لري.

د نګوګي لور«موکوما واګوګي» هم لیکواله ده او په یو معتبر پوهنتون کې د انګريزي ادبیاتو پروفیسوره ده، خپل پلار ته وايي: « د لفظونوپه وسیله ښکار ډېر ګواښوونکی دی، ټول پیغمبران وګوره، هغه که په زندان کې وو، که له خپل وطن شړل شوي وو او که د مرګ په سزامحکوم شوي وو، هغوی سره له لفظونو پرته هیڅ نه وو

له همدې کبله نګوګي په دې عقیده و چې ژوندی دی نو ځکه لیکل کوي.

نګوګي د خپل ژوند د دې ټولو سختيو او تکلیفونو د زغملو او مبارزې په تړاو په داسې حال کې چې له خپل وطن لرې پروت وي او هره شېبهیې کلی کور په ذهن خور وي وايي:

« له وطن لرې والی یو غم او یوه تشه ده خو جلا وطني تل تاريخ ته ډېر مهم سوغاتونه ورکړي دي، له جلا وطنۍ را ټوکېدلي فکرونه دومرهځواک لري چې کورونه اغېزمن کړي»

نګوګي وايي: تاسې تاريخ ته مخه کړئ په مصر کې د حضرت موسی او حضرت عیسی کیسه را یاده کړئ،  د حضرت محمد ص او د هغهد ملګرو په اړه ولولئ،  او په فرانسې او لندن کې د کارل مارکس له حاله ځان خبر کړئ.

د هغه په وینا د جلاوطنۍ احساس او افکارو د تاریخونو رنګ بدل کړی دی او خپل اغېز یې ثابت کړی دی.

کابو نیمه پیړۍ وشوه مونږ له یو داسې حالت سره مخ یو چې نه مو کور کور پاتې شو او نه وطن وطن او هغه د پښتو د ځوانیمرګ شاعرریاض تسنیم خبره :

خلک دې کډې ګرځول له مانه زده کړي

چې مې زوړ پاس په اوږو د کور سامان شو

له څو هجرتونو وروسته او د جلا وطنۍ د یوې اوږدې تاريخچې په درلودلو سره یو ځل بیا په افغان وطن ناببره داسې حالات راغلل چې ډېرد فکر او قلم خاوندان د خپلې خاورې له بوی بې برخې شوي خو پوښتنه دا ده چې دغه محرومیت او جلا وطني به هیواد ته یو داسې فکرراوړلی شي چې له کبله یې سبا تاریخ لیکونکي ددې خاورې تاريخ بل ډول ولیکي.؟

…..

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*