ننګرهار کې د ختیځ لبنياتو فابريکه د ورځې ۶۰۰۰ کيلوګرام شيدې پروسس کو

دغه فابريکه چې شاوخوا لس کاله وړاندې جوړه شوې د ننګرهار مختلفو ولسواليو څخه هره ورځ تازه شيدې راټولوي او بيا يې په لوړ کيفيت پروسس کوي چې تازه شړومبې، ماسته، شېدې، پيروی او پنير ترې جوړوي او بازار ته یې وړاندې کوي.
د دې فابريکې کارونه په ۱۳۹۰ کال کې پيل شوي چې لومړي سر کې يې د ورځې ۵۰۰ کيلوګرامه شيدې پروسس کولې خو اوس يې کچه تر ۶۰۰۰ کيلوګرامه رسېدلې ده.
یاده فابریکې ته په اتو ولسواليو کې هره ورځ له شاوخوا ۳۰۰۰ مالدارانو (څاروي لرونکو) څخه شيدې راټولېږي چې زياتره ولسواليو ته د اوونۍ تر يو ميليون افغانيو عايد په لاس ته ورځي.
په دې فابريکه کې ۲۲ کسانو ته په مستقيم او ۲۳ نورو ته په غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شوې ده.
په دې وروستيو کې د ګاونډيو هېوادونو بې کيفيته او ارزانه لبني توکو په مارکيټ کې دا فابريکه له چيلنج سره مخ کړې، چې مسئولين يې له حکومت څخه د پاملرنې غوښتنه کوي.

Scroll to Top