موبایل او کمپیوټر ته د کتلو پر وخت د سترګو ستړیا او حل لارې / روشني پټېل (د سترګو متخصصه)

د چا چې کار د کمپیوټر سکرین سره تړلی وي، په هغو کې له ۵۰٪ تر ۹۰٪ خلک د سترګو په ستړیا اخته کېږي. د دفترونو کارکوونکي، محصلین او زده‌کوونکي له دې حالت سره ډېر مخ کېږي. حتی ماشوم چې په لپټاپونو یا په ایپډونو کې بوخت وي، هغوی ته هم دغه ستونزه پیدا کېدای شي.

سکرین ته چې له لرې ځایه کتل کېږي، د سترګو هغه عضلې تل فعالې وي چې د سترګو حرکت کنټرولوي، دغه فعالیت چې له ټاکلې مودې ډېر شي یا په کې دمه لږه یا بیخي نه وي، نو د سترګې ورسره وچې او ستړې کېږي.

Science Reveals 15 Things That Help Reduce Eye Fatigue

د سترګو د ستړیا نښې ډېرې دي، خو ۲ نښې په کې ډېرې زیاتې لویې او عمومي دي:

لومړی/ د سترګو وچوالی: سکرین ته په ډېرو کتو که چېرې سترګې ډېرې ونه رپول شي، شته مایع يې وچېږې او سترګې د سوي او خارښت احساس کوي.

دویم/ د سر درد: کمپیوټر ته ډېر وخت کتل په سترګو فشار راوړي چې له امله یې سر هم درد پیل کوي. دا ډول سر درد د سر لا شا یعنې څټه پیل کېږي او همداسې مخې ته راځي، تندي ته را رسېږي او په سترغلیو کې را ټولېږي.

د سترګو ستړیا څه ته وایي؟

یوه شي ته ډېر وخت کتل او ځير کتل سترګې ستړې کوي، خصوصاً که هغه وسیله د رڼا منبع مثلاً د موبایل، کمپیوټر یا ایپيډ سکریت وي. دا حالت په هغه وخت کې لا ډېر بدېږي چې کله نور چاپېریال تیاره وي، په دې وخت کې سترګې د رڼا په مقابل کې ډېرې حساسېږي.

وروځې او باڼه؛ له ښایست پرته نورې څه ګټې لرې؟

د سترګو د ستړیا حل لارې

 لومړی: اوبه او نم

 له ډاکټر سره په مشوره یو چکک واخلئ چې سترګې مو له وچېدو وساتي. اوبه ډېرې څښئ، که مو د بدن اوبه پوره وي، په سترګو کې به مو هم په کافي اندازه اوبه وي او وچېدو ته به یې نه پرېږدي. طب وایي چې هره ورځ باید لږ تر لږه ۸ ګیلاسه اوبه وڅښل شي.

Water eye by Rain3y on DeviantArt

دویم: له وچې هوا ځان وساتئ

د کارځای هوا ته ډېر پام کوئ. زیاتره دفترونه د هوا پکي او ایرکنډېشن کاروي، دا په هوا کې ګرد (دوړه) ګرځوي او دا ګرد د سترګو په ګاټو کېني چې سترګې ورسره وچېږي او خارښت کوي. پکی او ایرکنډېشن داسې عیار کړئ چې هوا یې مستقیم ستاسې پر مخ او سترګو نه لګېږي.

Dealing With Dry Air at Home? | Atmosphere Climate Control Specialists

درېیم: دمه وکړئ

په کار کې منظمه دمه کول، له خپلې څوکۍ پاڅېدل او څو قدمه وهل مو د سترګو ترڅنګ له ذهني حالت سره هم مرسته کوي او ذهن و بدن مو آراموي. څېړنو ښودلې کوم خلک چې په کمپیوټر کار کوي او وړو وړې دمې په کې اخلي، هغوی د سترګو درد او ستړیا لږ احساسوي. له خپل ځایه پاڅېدل او څو قدمه وهل مو د ملا او اورمېږ ستړیا هم ختموي او درد یې آراموي.

څلورم: سترګې رپول

موږ چې سترګې رپوو، نو اوښکو یا نم یوه پرده پرې راوړو او له دې سره سترګې آرامې وي. څېړنو ښودلې چې کمپیوټر ته د کتلو او مطالعې پر وخت انسان د عادي حالت په پرتله سترګې دوه یا درې چنده لږې رپوي. نو دې ته په کتو باید سترګې ډېرې ورپول شي. ښه دا ده چې ځان ته یو وخت وټاکئ او له هرو ۲۰ دقیقو وروسته سترګې څو ځله پرلپسې ورپوئ یا یې بیخي پټې کړئ. په دې دمه کې سترګې ورو ورو ۱۰ لس ځله پرلپسې ورپوئ، خو د کمپیوټر تر سکرین ورهاخوا بل لرې ځای ته ګورئ.

Instilling Healthy Habits | Parents

پنځم: خوب منظم کړئ

 د خوب پر وخت مو سترګې لمدې او مرطوبې وي. کار او فشار پرې نه وي او آرام کوي. په دې وخت کې د سترګو رګونه هم وده کوي. د شپې ویښ پاتې کېدل په سبا ورځ د سترګو د ستړیا لامل کېږي.

شپږم: د کمپیوټر او موبایل سکرین

څومره چې سکرین کوچنی او شیان په کې کوچني ښکارېږي، هومره به ستاسې په سترګو فشار ډېر وي. یوه لاره دا ده چې تاسې خپل مطالب زوم کړئ او لوی درته ښکاره شي، په اوږدمهال کې هڅه وکړئ چې د کمپیوټر سکرین لوی کړئ. ښه اندازه یې ۱۹ انچه ده. که چېرې د کمپیوټر یا موبایل سکرین په نامناسب ځای کې وي، هم ستاسې سترګې ستړې کولای شي. هڅه وکړئ چې سکرین مو له سترګو لږ تر لږه ۲۰ اینچه لرې وي او د سترګو له کچې باید له ۴ تر ۵ اینچو لوړ وي. د دې ګټه دا ده چې ستاسې په اورمېږ به فشار نه وي.

Laptop screen dimmer | IrisTech

ماشوم باید په شپه او ورځ کې څو ساعته سکرین وکاروي؟

اووم: رڼا

په سترګو یوازې د کارځای رڼا نه، بلکې د سکرین رڼا هم تاثیر لري. هڅه وکړئ چې د کمپیوټر، ټلویزیون یا موبایل سکرین مو د کړکۍ او دروازې له رڼا لرې وي. که مو ځای داسې وي چې نه یې شئ لرې کولای، نو بیا په سکرین د مستقیمې رڼا د لګېدو مخه ونیسئ. د سکرین رڼا هم داسې عیار کړئ چې ستاسې سترګې ورسره راحتې وي.

د نورو روغتیايي لیکنو لپاره دلته کلیک کړئ 

Scroll to Top