متضاد حکمونه/په هر حال / رفيع الله رفېع

ليکوال: کېنت کېت(Kent Keith) / ژباړه: رفيع الله رفېع

کېنټ کېټ په 1968م کال کې د متضاد/متناقض حکمونو په نوم کتاب ليکلی دی، چې وروسته يې په 2002م کال کې ورته نوم (په هر حال) انتخاب کړ، په دې کتاب کې په دېې بحث شوی، چې که خلک متضاد/متناقض عمل کوي، په مقابل کې يې بايد موافق عمل وشي، یعنې که د شخص عمل مخالف(منفي)وي، عکس العمل يې پر وړاندې بايد موافق(مثبت) وي. د دې کتاب لس مهم متضاد/متناقض او پر وړاندې يې موافق عملونه مو دلته پښتو ته را ژباړلي دي.

1. خلک بې منطقه دي او يوازې خپل مطلب ورته مهم دی، په هر

حال مینه ورسره وکړئ.

2. که ښه کوئ، نو خلک به مو په خبرو تورن کړي، په هر حال ښه کوئ.

3. که بریالي شوئ درواغجن دوستان او رښتيني دښمنان به

وکټئ، په هر حال بريالي شئ.

4. نن، چې ښه کوئ، سبا هېرېږي، په هر حال ښه وکړئ.

5. صداقت او سپينوالی تاسو د انتقاد کولو وړ ګرځوي، په

هر حال صادق او واضح اوسئ.

6. ترټولو لوی نارینه او میرمنې چې لوی فکرونه لري کولی شي، چې د هغه د کوچني نارينه او ميرمنې مخه ونیسي، چې کوچني ذهنونه لري، په هر صورت لوى فكرونه ولرئ.

7. خلک له بې وزلو سره مینه لري، خو ځينې د مغرورو پلوي کوي، په هر حال د بې وزلو لپاره هڅې وکړئ.

8. هغه څه چې تاسو یې کلونه په جوړولو مصرف کوئ ممکن د

شپې له خوا ونړيږي، په حال يې جوړ کړئ.

9. ډېر خلک مرستې ته ډېره اړتيا لري، خو که مرسته ورسره وکړئ، ممکن دوی درباندی حمله وکړي، په هر حال کی مرسته ورسره وکړئ.

10. که تاسو نړۍ ته غوره شيان ورکړئ، ځینې خلک به تاسو ته سپکاوی وکړي، نړۍ ته په هر صورت غوره شيان وړاندې کړئ/ورکړئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*