مازوخېزم يا ځان ځورونه (دويمه برخه) / رضاءالله ځار

په مازوخېزم د اخته وګړو ځانګړنې:

په شدت سره د جنسي ځورونې نه خوند اخلي.

له سپکاوي خوند اخلي.

د وهلو او ټکولو څخه خوند اخلي.

د مقابل لوري څخه په داسې ډول تړل، چې دا په کې زجر وويني او جنسي تحريک په کې پيدا شي.

د نورو لخوا په ځان باندې د ناوړه جنسي کړنو او ضربو تصورات ويني.

کله چې په دوی جنسي تېری کېږي، نو په دې وخت کې د ناوړه الفاظو د اورېدو څخه خوند اخلي.

د مقابل لوري لخوا د فزيکي ځورونې خوند اخلي.

په ځان باندې د جنسي جبر او جنسي تيري غوښتتنه کوي.

دغه خلک د نرګسيانو سره ډېره مينه لري (نرګسيان هغه خلک دي، چې له خپل ځان سره ډېره زياته مینه لري او نه غواړي د خپل فکرڅخه په لاس شي.)

په هر ډول حالت کې دوی د نارضايتۍ احساس لري.

دوی چې څه ومنل، بيا يې ترې اوښتون ورته ډېر سخت وي.

دوی په دې خوشالېږي، چې د نورو په وړاندې قرباني شي.

دوی تل په اړيکو کې غوسه ناک وي.

Scroll to Top