لپه شل اوریز نړیوال جام کې له ماتې وروسته د وسیم اکرم غوسه: «د پاکستان کرېکټ لوبډلې وشرمولو»

د پاکستان ټیم پخوانن لوبغاړی وسیم اکرم د پاکستان لوبډلې ته په غوسه وایي چې: «دې لوبډلې موږ وشرمولو».
په نړیوالو شل اوریزو سیالو کې هند ته د پاکستان له لوبې بایللو وروسته وسیم اکرم پاکستانۍ لوبډلې ته په غوسه کې وویل چې دې ټیم ته بالاخره څوک ووایي چې تاسې څه ډول لوبه وکړئ؟ هغه پر ټولو لوبغاړو نیوکې وکړې او ویې ویل چې په اوسنیو لوبغاړو کې یې وړتیا نه ده پاتې شوې.
اکرم همدارنګه د پاکستان پر کرېکټ بورډ هم نیوکې وکړې او ویې ویل چې نويو لوبغاړو ته باید په لوبډله کې ځای ورکړي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د پاکستان لوبډلې امریکا ته هم لوبه بایللې وه چې له امله یې پر دې لوبډلې سختې نیوکې شوې وې.
Scroll to Top