یادونه: د جمهوریت د سقوط د خپلو تاثراتو لړۍ مې پر خپله فېسبوک پاڼه پیل کړې وه، بیا مې څلور برخې خپرې کړې وې او په دې خاطر مې بېرته ډیلیټ کړې چې یو ځل یې لیکم او بیا یې د کتاب په بڼه خپروم، خو هره ورځ مې میسنجر ته د لسګونو ملګرو پیغامونه راځي او د دې لړۍ د پیلېدو غوښتنه کوي. دا دی هغه څلور برخې چې په سلګونو ملکرو لوستي، په یو ځای یې خپروم، هغوی چې لوستي وي، د بیا لوستو زحمت دې نه باسي.
درنښت
د ۲۰۲۱ ز کال د اګست ۱۳ مه نېټه وه. د جمعې له لمانځه راکرځېدلی اوم. د کور تر څنګ د سیند پر غاړه مې له ماشومې لور سنبل سره قدم وهلو چې وټس اپ ته مې د مشال راډیو د مشر زنګ راغی. له سلام کلام وروسته یې راته کړه چې د ازادې اروپا د ازادي راډیو د مرکزي څانګې له هدایت سره سم باید ته له خپلې کورنۍ سره جلال اباد پرېږدې او کابل ته ولاړ شې. د ازادي راډیو ټول ولایتي خبریالان کابل ته غوښتل شوي، هلته تاسو ته د درې میاشتو لپاره د کور کرایه او ورځنی مصرف هم درکول کېږي. مشر زیاته کړه چې د دوحې د تړون له مخې به طالبان تر درېیو میاشتو پورې کابل ته نه داخلیږي.
ما ورته ویل، مشره سمه ده، خو زه نن نه، بلکې سبا تر غرمې مخکې کابل ته روانېږم او دا ځکه چې زه باید سبا ته له بانک نه خپلې پیسې وباسم.
هغه راته کړه چې د مرکزي دفتر دا سپارښتنه ځکه جدي ده چې بیګا ته او یا هم تر سبا ننګرهار ته طالبان راننوزي، هسې نه چې بند پاتې شې، ستا مسوولست بیا ما ته راجع کېږي او که ته خامخا نن شپه پاتې کېږې او سبا ته د تګ نیت لری، دا خبره ما ته په ایمیل کې ولیکه چې زه یې سیکورټي څانګې سره شریکه کړم.
همداسې مې وکړل.
زموږ په ګاونډ کې یوه کورنۍ چپرهاري اوسېدله. یوه یې په کې د کابل- جلال اباد په لاین تونس موټر چلاوه،
مختار نومېده. هغه ته مې زنګ وواهه او د سبا ورځې لس بجې مې وریادې کړې چې موتر راولي او موږ کابل ته ورسوي. هغه راته ښه وکړه.
د اګست په ۱۴ مه نیټه چې د شنبې ورځ وه، زموږ د مبارز ملګري عیسی خان ځواک برخوردار خپلواک ځواک چې په افغان یونایټډ بانک کې د منیجر مرستیال و، وټس اپ کې پېغام ولېږه او ورته مې وویل چې زه غواړم چې بانکي اکاونټ ختم کړم، ابتدایي کارونه یې راخلاص کړه. هغه راته په ځواب کې وویل چې د دوی ټول سټاپ کابل ته تبدیل شوي خو ته ورشه زه ستا د تذکرې او بانکي اکاونټ کارت سکین منیجر ته لېږم تر هغې چې ته ورځې کارونه به یې درته نهایي ګړي وي.
بانک ته چې ورغلم، نېغ د منیجر دفتر ته ورننوتم، هغه ته مې ځان وروپېژندو. په څوکې د ناستې یې راته وویل او د شنو چایو پیاله یې راته مخته کېښوده. بیا یې څو پاڼې زما مخته کېښودې، هغه مې ورته امضا کړې، د دفتر پیاده یې راوغوښت، پاڼې یې ورکړې او ورته یې وویل چې رقم له کیشر نه راواخله او عابد صاحب ته یې ورکړه، په بانک کې زما ټول ۱۷۵۰ ډالر پاتې وو چې ۲۰ یې ترې د اکاونټ د ختمولو کټ کړي وو. پیسې مې چې تر لاسه کړې، ریکشه کې کېناستم او د تونس ډرېور مختار ته مې زنګ وواهه چې زما د کور مخې ته ورشي.
هغه راته کړه چې لس مینټه وشول چې د کور مخې ته دې ولاړ یم.
لږه ساعت وروسته زه هم وروسېدم او د یوې کوټې د سنبالېدو ټول لوازمات چې د شپې نه مو چمتو کړي وو او د دروازې تر شاه مو ایښي وو، د تونس غرفه کې بار کړل او د خپلې کورنۍ سره مو د کابل په لور حرکت وکړ. څه باندې دوه بجې وې چې د احمد شاه بابا مېنې پر لار په باګرامیو کې د حسېن خېلو لېسې ته مخامخ اتفاق مېنه کې زما د خورزې او د مېرمنې د ورېرې د کور مخته مو له تونس نه له بار بسترې سره ښکته شوو او په کور ورننوتو. دلنه مې یوه پیاله شنې چای نوش جان کړې او بیا مې په کابل کې د ازادي راډیو اداري او مالي مسوول ته زنګ وواهه او ورته مې وویل چې زه کابل ته راورسېدم. هغه له مخکې نه په جریان کې و. راته یې کړه چې د دفتر په لور حرکت راوکړه چې همدا نن شپه موږ دفتر تخلیه کوو. ټیکسې کې کېناستم او نېغه مې د شش درک لاره ونیوله. دلته د امنیت مسوولینو راوکرځولم، ما ورته د ازادي راډیو کارت وښوده، خو هغوی راته ویل چې ته موږ دلته کله نه یې لیدلی، د دفتر کوم همکار ته دې زنګ ووهه چې درپسې راشي. مدیر صاحب ته مې زنګ وواهه، هغه راته ویل چې موبایل کوم امنیتي مسوول ته ورکړه. څنګ ته ولاړ کس ته مې موبایل ورکړ، هغه ته زه وروپېژندم او د تګ اجازه یې راکړه. دفتر ته چې ننوتم، څو تنه همکاران لکه غیور صاحب، ایاز ترنک صاحب، نسبم شفق، ناجیه مرسل او …. مې وکتل. هغوی سره له روغبړ وروسته راته مدیر صاحب د تورې چای پیاله مخته ته کېښوده. بیا یې یوه سپینه پاڼه راکړه چې له جلال اباده کابل ته د کډې کولو په خاطر د موتر د کرایه غوښتنلیک ورته ولیکم. ما تونس په ۲۰۰۰ افغانۍ کرایه کړی و. کله چې مې غوښتنلیک امضا کړ او د هغه مخته مې کېښود، ویې لوست خو بېرته یې پاڼه زما مخته ته کېښوده او ویې ویل:
عابد صاخب ممکن د کډې د راوړولو کرایه دې شاید ۱۲۰۰۰ یا هم ۲۰۰۰۰ وي. سهوه شوی خو نه یې؟
ما ویل نه، تونس مې په ۲۰۰۰ افغانۍ کرایه کړی و او د ضرورت وړ د کور اسباب مې په کې را انتقال کړل.
هغه موسک شو بیا یې راته د یوې میاشتې د کور د کرایه او فرډیم ۹۱۰ ډالر راکړل او ویې ویل چې ټول ولایتي خبریالان د درېيو میاشتو لپاره مالي ملاتړ لرئ، که نظام سقوط نه شو، د ستمبر په ۱۳مه نېټه راشه چې د بلې میاشتې فرډیم دې هم درکړم.
په همدې مازیګر راغلیو همکارانو ته نوي لپټاپونه هم توزیع شو. زه چې له دفتره راووتم، اکرام الله اکرام ته مې زنګ وواهه او ورته مې وویل چې د ازادي راډیو ټولو همکارانو ته یې نوي او پروفیشنل لپټاپونه توزیع کړل، هغه راته کړه چې اوس خو ناوخته دی، سبا ته به یې زه هم تر لاسه کړم. اکرام د زړو مکروریانو تر څنګ د مرنجان تپې لاندې په البرز بلاک کې اوسېده، همدې بلاک کې ایمل مړوند او زیرک فهیم هم له خپلو ماشومانو سره دېره وو. اکرام ته مې وویل چې ستاسو بلاک کې ما ته هم اپارتمان کرایه کړه، هغه راته ویل چې زه د بلاک منشي سره خبره کوم بیا درته وایم، خو که زموږ بلاک کې اپارتمان نه و، شاوخوا بلاکونو کې شته بیا به یې هلته وګورو. له شش درکه د حضوري چمن پورې مې پیاده لار وهلې وه، ماښام هم نېږدی شوی و، له میوند جادې چې به کوم تونس راتلو نو سيټونه به یې ډک و، د جادې خوله کې نه درېدل، لس پینځلس مینټه انتظار مې وایست، یو ملي بس راغلو خو هغه هم تر مورګو ډک و. ما ته هم د ملي بس په وروستۍ دروازه کې د یوې پښې ځای پیدا شو او تر شاه شهید تمځای پورې مې یوه پښه او یو لاس په هوا کې پاتې وو چې شاه شهید تمځای کې له ملي بسه څو تنه ښکته شول او ما ته هم په دروازه کې د دویمې پښې ځای پیدا شو. په سرک نو کې هم څو تنه ښکته شول او زه په دې وتوانېدم چې د بس وروستۍ برخې ته د ختو جانس راوړم. بس چې حرکت وکړ، متوجه شوم چې یوه ښایستوکي هلک نه څلور خوا ته بدرنګه کسان ولاړ دي. هغه چې هر لور ته ځان تاووي، له مزاحمت سره مخ کېږي، نه پوهېدم چې هلک له بې جرآتۍ نه او که له حیا په خوله څه نه ویل خو له وضعیت نه یې معلومېدل چې سخت په تکلیف دی. زما پرې سخته خوا بده شوه. د کارت نو په لومړي سرک کې یوه بله ډله خلک له ملي بسه ښکته شول یوه نیمه چوکۍ هم هم.خالي شوې وه او د ملي بس په کوڅه ګۍ ولاړ خلک په کې کېناستل. زه هم د بس د وروستۍ برخې نه کوڅه ګۍ ته وردننه شوم. په کوڅه ګۍ کې له وروستي سيټ نه یو زلمی له چوکۍ پورته شو او ما ته یې وویل:
کاکا د جای مه بشي.
کېناستم او مننه مې ترې وکړم. په دې وخت کې مې د بس شاتینۍ برخې ته مخ ورواړاوه، هغه ښایستوکي هلک هم ځان غاړې ته کړی وه، خو تر څنګ یې دوه تنه لا هم څنګ او سټ ته ولاړ وو.
نه پوهېږم چې هلک به په کوم تمځای کې له بسه ښکته شوی وو، خو د کارتو سر تپه تمځای کې چې مې شا ته وکتل، ښایستوکی هلک نه و.
نېږدې ماخوستن و چې باګرامیو کې حسېن خېلو لېسې سره له ملي بسه ښکته شوم، او خپلو ماشومانوذسره یو ځای شوم.
د اګست ۱۵ مه، د یکشنبې ورځ، سهار نهې بجې مې اکرام الله اکرام ته زنګ وواهه او پوښتنه مې ترې وکړه چې په البرز بلاکونو کې یې راته د اوسېدو لپاره اپارتمان پیدا کړی که څنګه؟
هغه راته کړه چې د بلاک منشي سره مې ټیلفوني خبرې شوي، اپارتمان ورسره په پینځم منزل کې شته دی. ته هم دوه بجې دلته راشه، پلاټ به هم وګورو او د کرایه په اړه به ورسره خبرې وکړو. ممکن د اول او اخر منزل کرایه یو څه توپیر ولري. ما ته د یو میاشتې د کور د کرایه لپاره ۲۵۰ ډالر راکړل شوي وو.
تر دوه بجو پورې کافي وخت و، پرېکړه مې وکړه چې په لینی بکسه موټر کې تر میوند جادې پورې ځم، ده افغانانو پورې پیاده ځم او هلته نه د خیرخانې په لیني کورولا کې تر قلعه نجارها ځم او د بي بي سي تعلیمي پروژو دفتر ته د پخوانیو همکارانو د لیدو په خاطر ورځم او غرمنۍ هم ورسره نوش جان کوم.
یوولس بجې وې چې ده افغانانو ته ورسېدم. د معارف وزارت جنوب لور ته یو شمېر کورولا موټرې چې د نیمه حرکت په حال کې لیدل کېدلې، ورغلم، اکثرو یې د سرای شمالي نارې وهلې. د لږې شېبې لپاره تم شوم او غوږونه مې د لیسې مریم غږ ته څک کړي وو. یو دم له هرې خوا چېغې شوې.
اله که طالبا آمد. اله که طالبا آمد.
له دې غږ سره شاوخوا دوکاندان او کراچیوانانو یو خوا بلخوا وارخطا وارخطا لیدل چې بیا غږونه پورته شول.
اله که پل باغ عمومي رسید.
دې غږ سره د دوکانونو د آهن چادري دروازو غږونه هم یو ځای شول. د سرک پر غاړه پر کراچیو د سبزي او میوو پلورنکي هم یو خوا بل خوا په منډه شول، ځینو کراچیوانانو څخه کراچۍ چپه شوې او مېوو یې په سرک منډې وهلې. شاوخوا ولاړو خلکو هم اوتر اوتر کتل. دې وخت کې د لایني کرولا موټرو بازار هم تود شو. که سرای شمالي او که ده مزنګ خوا ته څوک تلل، د موټرو کرایه ډریورانو له شلو سلو ته لوړه کړه، خلکو هم په کرایه کې چنې نه وهلی، نر هغه و چې دروازه خلاصه کړي او خپلو سیمو او کورونو ته ځانونه ورسوي.
د کابل منډیي سرای زرداد کې زموږ کلیوال او خپلوان له اوږدو کلونو راهیسې دوکانونه لري. په دې سرای کې چې هغه وخت لا سوزېدلی نه و او کابو د تېرو سلو کلونو راهیسې اباد و، ما هم په کې ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۸ پورې له یوه خپلوان سره کوټه کې تېر کړي وو. خپلوان مې خان محمد نومېږي او ډېر شریف انسان دی.
پرېکړه مې وکړه چې ځان سرای زرداد ته رسوم. کله چې له ده افغانانو د سرای زرداد په لور روانېدم، رایاد شو چې دلته خو د ډاکټر منقاد الرحمن رودوال دوی د شریفزوی په نوم درملتون هم شته. د معارف وزارت له جنوبي څنډې شمالي څنډې ته واوښتم. څلور لارې ته چې ورسېدم، ومې لیدل چې جوی شیر ته ګرځېدلي سرک باندې د قیر اچولو کار روان دی. لس دول تنه د ښاروالي منسوبین د سرک پر منځ ولاړ وو او تښتېدونکو خلکو ته یې حیران حیران کتل. د لږې شېبې لپاره تم شوم. یوه د پوخ عمر څښتن چې ورقې یې په لاس کې نیولې وې، په کاریګرو غږ وکړ:
ایستاد نشو. کارهای تان شروع کنید، بان که طالب بیایه و مایانه بکشه.
ژباړه:
مه درېږئ، کارونه مو پیل کړئ، پرېږده چې طالبان راشي او موږ ووژني.
د ښاروالۍ اتلانو هم کار پیل کړ.
د شریفزوی درملتون شاوخوا اکثر دوکانونه بند شوي وو، خو درملتون لا نه و تړل شوی. د مشر اول رحمن رودوال زوی پاڅون او یو تن چې د نرس لباس یې په تن و، د کوانټر تر شاه ولاړ وو. له روغبړ وروسته مې پاڅون ته وویل:
تاسو ولې درملتون نه بندوئ، ټول بازار تړل کېږي او اوازه ده چې طالبان ښار ته راننوتي دي.
پاڅون ویل، را دې شي، طالبان خو خپل خلک دی.
له دوی مې رخصت واخیست او د سرای زرداد په لور روان شوم.
په لاره د سپین زر هوټل او پښتني بانک مخته د سرک پر غاړه له کتابپلورنکو نه پرته ټول کرچیوان او خلک له ښاره په وتو کې لیدل کېدل او دا حالت تر سرای زرداده مشاهده کېده.
د منډیي کوڅه کې هم خلک وارخطا وو او له هرې خوا د دوکانونو د بندېدو اوازونه تر غوږو کېدل. د سرای زرداد مخې ته په لسګونه کسان ولاړ وو. خو لویه دروازه له دننه بنده وه.
دې سرای کې درې هزارونه ورونه نوبتي څوکیداران وو او ټولو سره مې تعلقات حسنه وو. یوه سره به مې هر ماخوستن چیلم وهلو.
ما دروازې ته ځان ورسوو، له دننه څخه د سرای څوکیدار په ذره بیني سوري کې ولیدلم. وړه دروازه یې نیم کښو کړه، زه یې دننه کړم او له مخې سره یې دروازه بنده کړه.
دا د هغو څوکیدارانو کشری ورور و. له روغبړ وروسته مې ورته وویل:
عبدل خیر بیبی که دوازده سال بعد هم مراشناختي.
هغه راته موسک شو او ویې ویل:
عابد صاحب که صد سال تېر شوه، خودت فراموش شدنی نیستي.
ما ترې مننه وکړه.
په سرای کې مې اوه اته تنه کلیوال ولیدل چې په خپلو دوکانونو کې ناست وو، ټولو باندې وګرځیدم روغبړ مو سره وکړ، خو زما د کوټې پخوانی ملګری چې زموږ مېرمنې سره د ترور لوریانې هم دي، هغه سره دوکان کې کېناستم. هغه د شنو چایو پیاله راډکه کړه. د ښار احوال یې وپوښته. ما ویل له ده افغانانو تر منډیي پورې خلک د خپلو دوکانونو په بندېدو بوخت دي. ښار ته د طالبانو د راوننوتو اوازې دي، د حوزې لویه درواره تړل شوې او دا چې په ټوله لاره مې یو عسکر هم ونه کوت.
همدلنه نه مې زموږ همکار اکرام الله اکرام ته زنګ وواهه. هغه راته ویل، مه راځه ممکن نن کابل ته طالبان راننوزي. په دې حالاتو کې دلته د اپارتمان کرایه کول نه دي په کار، ممکن موږ هم کور بند کړو او جلال اباد ته سرونه وباسوو.
ما ویل سمه ده. ما هم منډیي کې سرای زرداد ته پنا وړې او له خپلو کلیوالو سره یو ځای شوی یم.
هغه ویل تر هغې چې حالات معلوم شوي نه وي. له کلیوالو سره دې پاتې شه. ما ویل سمه ده.
تر څه وخت پورې سرای زرداد کې اوم. کله له یوه کلیوال دوکان کې او کله له بل سره کېناستم او په نامعلومه راتلونکي مو خبرې کولې.
ما سره موبایل کې چارج ختم شوی و. دلته چې مې څنګه موبایل چارج ته کېښودو. د میرمنې له نمبره مې زنګ راغی، وارخطا وه. ویل یې په موږ خو دې مرګ تېر کړ. دلته خلک وایي چې ښار ته طالبان راننوتي دي. ته چېرته یې او موبایل دې ولې بند و؟
ما ویل طالبان راننوتي نه دي خو غالب ګمان دی چې تر ماښامه ښار طالبان ونیسي.
ویل هر څنګه چې کېږي ځان کور ته راورسوه.
څلور بجې وې چې له سرای راووتم او د کاه فروشۍ په کوڅه میوند جادې ته ورغلم. ټول دوکانونه بند شوي وو او د جادې په چوک کې ډله ډله خلک ولاړ وو. ملي بسونه نه ښکارېدل خو هر لایني موټر ته به خلک په شواخون ختل، ما خو دا توانایي نه لرله چې د موټر سيټ کې ځان ځای کړم، خوجنګلې ته وختم. هسې خو له جادې نه تر احمد شاه بابا مېنې پورې د لایني موټرو ۳۰ افغانۍ کرایه وه، خو کلینډرانو به په سپوره ژبه ویل چې په سيټ کې سل روپۍ او په جنګله کې ۵۰ افغانۍ. د سترګو په رپ کې به موټر تر جنګلې ډک شو.
زه په داسې یوه بکسه کې په جنګله کې ناست اوم چې کلینډر یې ډېر زیات بې تمیزه و. د کارت نو سر تپې پورې یې چېغې وهلی:
اله که طالب امد.
په لاره به یې چې سیاسرې ولیدي به پوچه خوله به یې پسې چیغې وهلې. ناستو خلکو که به ورته هر څومره ویل چې چیغې مه وهه، موږ خپله خون کې یوو خو هغه بې تمیزه د غلي کېدو نه وو. زما هم ورته سخته غوصه راغلې وه، نور مې څه له وسه نه کېدل خو نر غوندې مې د کرایه پنخوس افغانۍ ور نه کړې. څه باندې پینځه بجې وې چې د حسین خېلو مکتب مخته له موټره ښکته شوم او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوم. ماشومه لور سنبل مې ما او زه مې مېرمنې کلک په غېږ کې ونیولم.
لا مې په کور کې ستړیا نه وه دمه شوې. د مازیګر او ماښام تر منځ مهال و چې زموږ د خپلوانو ماشومان د کور په انګړ راننوتل او په چیغو سر شول، ویل یې بیرون بازار کې طالبان ولاړ دی او خلکو سره خبرې کوي.
زه هم راولاړ شوم، خو مېرمن او خورزه مې مخته ودرېده، ویل یې څه کار ورسره لرې چې وروځې؟
ما ویل هیڅ کار ورسره نه لرم خو په دې هم پوهېږم چې ما سره هم هیڅ کار نه لري. موږ لا په همدې خبرو کې وو چې زما د خورزې خاوند بختیار کور ته راننوت او له مخې سره یې وویل چې ټول ښار ته طالبان راننوتي. بیرون بازار کې هم ولاړ دي، خلک ورته ښه راغلاست وایي.
ما ورته ویل چې زه هم غواړم چې بازار ته ووځم خو دوی مې مخه نیولې.
هغه ویل هیچا باندې کار نه لري، راځه چې ورشوو.
بازار له کور سره په پینځو مینټو کې و. ومو لیدل چې څو تنه زلمکي څڼور د یوه دوکان مخې ته ولاړ دي او الکوزی انرژي نوش جان کوي. تر څنګ یې درې موټر سایکلونه هم ولاړ دي او د هر یوه په سیټ کمپلې تړل شوي دي. څڼورو زلمو به شاوخوا سترګې اړولې او په یو نیم کس به یې غږ کاوه چې:
– شه یاست. مه ډارېژئ. ګردسره هیواد امن سوی دی.
یوه مشر ورسره خوله ګډه کړه ویې ویل، ولې به ډارېږو، کافر خو نه یوو او نه مو ستاسو خلاف جنګ کړی دی.
یوه طالب ورته وویل:
هغوی چې زموژ خلاف جنګ کړی، هم څه نه ورته وایوو.
تر ماښامه له احمد شاه بابا مېنې څخه د ښار په لور طالبان لیدل کېدل چې سپین بېرغونه به یې په موټر سایکلونو او سراچه ډوله موټرو راځړولي وو. د ماښام لمونځ مو په حسېن خېلو جومات کې وکړ. کور ته له ننوتو سره سم مې وټس اپ ته د مشال راډیو د مالي او اداري مسوول زنګ راغی اول یې زما د سلامتیا او مصونتیا پوښتنه وکړه. ما ورته اطمنان ورکړ. بیا یې ویل چې ایمیل مې درلېږلی دی او یوه فارم هم ورسره اټچ شوی دی هغه ډک کړه او څومره ژر چې کېږي بېرته یې راولېږه.
له مخې سره مې لپټاپ خلاص کړ. په ایمیل کې یې لیکلي وو چې د خپلې کورنیو د هغو غړو نومونه، د پاسپورټ نمبرونه، او عمرونه په جدول کې ولیکه چې تر اتلسو کلونو کم وي.
فارم مې ډاونلوډ او جدول مې ډک کړ. زما په شمول مې مېرمنې او ماشومې لور سنبل پاسپورتونه لرل، خو په کیس کې شامل زما د مرحومې مېرمن څخه یو زوی اسد او بوه لور ملاله چې هغه وخت د یوه عمر په کاغذي تذکرو کې چې د هغوی په غیر موجودیت کې مې بهسودو ولسوالۍ کې جوړې کړې وې، د ملالې عمر ۱۵ او د اسد عمر ۱۶ کاله و. د هغوی د تذکرو نمبر او د خپلو پاسپورتونو په شمول مې د هغوی دواړو تذکرې ورته سکین او ایمیل کې اټچ کړې.
شپه په اندېښنو کې تېره شوه. درې څلور ورځې په کور پاتې شوم، خو ښه خبره دا وه چې اتفاق مېنې تر څنګ په امنیت ښارګوټي کې د ډاکتر استاد نورالحبیب نثار کور و. څو ورځې او کله هم شپه به مې د هغه سره وه. هملته نېږدې د قاضي سباوون اختیار کور هم و. یوه ورځ مو له هغه سره تېره کړه. هغه سره هم د راتلونکی په اړه ډول ډول اندېښنې ملې وې، خو استاد نثار ډاډه و. موږ دواړو ته به یې تسلي بخش څرګندونې کولې. په دې خبره به زموږ هم زړه تکیه شو چې دا لنډغر او ټلواله بل ډول له منځه نه شوه تلای، باید نظام همدومره ۱۸۰ درجې تغیر کړی و چې د ریاستي او پارلماني لنډغرو یې خلاص کړای وای. د سقوط له اولې ورځې څخه په امنیتي او دولتي منسوبینو سربېره ډله ډله کابل ښاریان هوایي میدان ته ورتلل او په سلګونو یې پرته له دې چې اسناد ونه لري، هغوی هم چارټر شول او امریکا ته ورسېدل.
د سقوط همدې لومړنۍ هفته کې خبر شوو چې ذبیح الله مجاهد نن ماښام ته کنفرانس ورکوي او د ملي ټلویزیون نه به په ژوندۍ بڼه خپرېږي. نثار صاحب اول رحمن رودوال سره په تیلفون غږېده، زما په راتګ یې هم خبر کړ، هغه ورته ویل چې عابد هم درسره راوله. ماښامنۍ به مو له ما سره وي، کنفرانس به هم په ګډه وګورو. څه باندې څلور بجې وې چې له حضوري چمنه پلي د رودوال صاحب د کور په لور روان شوو. د چمن حضوري لمرخاته ته په څلور لارې کې یو رینجر موټر ودرېده، څو تنه څڼور زلمکی طالبان په کې ناست و، یږ یې د شاه شهید د لارې پوښتنه وکړه. نثار صاحب ورته لار وروښوده، هغوی حرکت وکړ او سم له واره یې رنجر بیا ودراوه. یوه طالب له ښیښي سر راویست او ما ته یې کړه چې ته د جلال اباد نه یې؟ ما ویل یم. هغه ویل هلته مخابراتو چوک په یوه سرای کې زما د ترور زوی څوکیدار و، کله کله به زه ورتلم، تاسو مې هلته لیدلئ. ما ویل ښا ښا هغه سرای زما د اکا د زوی دی. خو تاسو حلال اباد کې څه کول؟ ویل ریړۍ کې مې وچه میوه خرڅوله.
د ماښام لمونځ مو د رودوال صاحب دوی په میلمه ځای کې ادا کړ. دلته یو شمېر نور دوستان هم راټول وو. کنفرانس مو په ګډه ولیده او ټولو داسې انګیرله چې طالبان به په دې دوره کې د پخوانۍ هفې په څېر سخت دریزي نه وي.
پر لوګر سربېره، د پکتیا، پکتیکا، خوست، زابل، کندهار او هلمند ولایتونو وسله وال طالبان په خپلو ډبل سیترو ډاډسنونو کې ښکته پورته کېدل چېرته چې به یې شناخت لرلو، ډله ډله به پرې مېلمانه کېدل. زما د خورزې د خاوند ورور محمد یار په همدې حسېن خېلو کې له یوه کندهاري سره چې نادر اغا نومېده، د ماشومانو د سایکلونو او زانګوګانو جوړولو فابریکه لرله. دلته هم درې څلور شپې سر په سر یو کندهاری قوماندان له خپلو اوه اته وسله والو سره راتلل او د شپې تر ناوخته به یې سره غورې کولې. له څو تنو سره یې زما شناخت هم وشو. په کومه ورځ چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد لومړی کنفرانس ورکړ، په دې شپه هم اغا صاحب ته همدا میلمانه راغلي وو. یوه ته مې وویل چې ذبیح الله مجاهد ماد یوه خبریال په نامه پېژني، که وټس اپ نمبر یې راته پیدا کړې، زه ورته پېغام لېږم، ممکن د ملاقات وخت راکړي.
هغه یوه بل زلمکي طالب ته وویل چې اسد بري ته زنګ ووهه او د مجاهد صاحب وټس اپ نمبر ترینه واخله. اسد بری د ذبیح الله مجاهد سکرتر و. هغه بري ته زنګ وواهه او له مخې سره یې ترې د مجاهد نمبر واخیست. ماخوستن جمع مو د قوماندان په امامت په کارخانه کې وکړه. ذبیح الله مجاهد ته مې پېغام کې د ځان پېژندګلو تازه کړه. هغه راته بېرته راځواب کړ. ویل یې هره ورځ چې راځې، زه له ۱۱ بجو تر درې بجو په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې یم.
په سبا د استاد نثار خواته ورغلم، هغه ویل چې زاهد شاه انګار هم کابل ته راغلی، هغه به هم له ځانه سره کړو او یو ځای به ورشو.
نثار صاحب انګار صاحب ته زنګ وواهه او ورته یې وویل چې یوولس بجې شاوخوا اطلاعاتو او کلتور وزارت خواته راشه چې مجاهد صاحب سره لیدنه لرو. هغه ورته ویل چې زه همدلته شاوخوا په یوه دفتر کې ناست یم، چې راورسېدئ، زنګ راووهه سره یو ځای به شوو.
یوولس نیمې بجې وې چې په شریفزوی درملتون کې زه او نثار صاحب له انګارصاحب سره یو ځای شوو. د اطلاعاتو او کلتور وزارت دروازې ته ورغلو او ولاړو طالبانو ته مو وویل چې ژورنالستان یوو، له ذبیح الله محاهد نه مو وخت اخیستی دی. یوه یې پوښتنې پیل کړې، ویل یې کوم ټلویزیون سره یې. ما ویل مشال راډیو سره خبریال یم. ویل یې هغه خو ټوله ورځ سندرې نشروي، ما ویل بنده یې کړئ، ویل بندوو یې او زیاته یې کړه چې وخت مو اخیستی چا ته زنګ ووهئ چې درپسې راشي.
اسد بري ته مې چې له مخکې نه ورسره د همدې ملاقات په اړه خبرې شوې وې، وټس اپ زنګ ورواهه، زنګ یې وانخیست. غږیز پېغام مې ورولېږه، هغه راته کړه چې زه له مجاهد سره په یوه مجلس کې بند یم، نیم ساعت انتظار وکړئ، زه درپسې دروازې ته درځم. انګار صاحب ویل چې دې شاته رسټورنټ ته ورځوو او تر هفې یو شنې چای نوش جان کوو، خو چې رسټورنټ ته ننوتو، انګار صاحب ورته درې خوراکه سیخ کباب وویل. سیخ کباب لا پوخ شوی نه و چې د اسد بري زنګ راغی. ویل یې زه دروازې ته راغلی یم تاسو نه ښکارئ. ما ورته ویل په یو مینټ کې درغلو.
رسټورنټ واله ته انګار صاخب ۱۰۰۰ افغانۍ ورکړې او ورته یې وویل چې کباب نیم پخته پرېږده، خوراک پسې یې موږ بیا راځوو.
اسد بری دروازه کې ولاړ و. ستړې مه شي یې وکړه او په ډېر درناوي یې موږ درېیم منزل ته بوتلو او له میلمنو سره د چارواکو د ملاقات خونه کې یې کېنولو. خپله بهر ووتو. لږه شېبه وروسته یې د چایو ترموز او ګلاسونه راوړل، موږ ته یې پیالی ډکې کړې او خپله ووت.
موږ لا د چایوو پیالې نه وې تشې کړې چې له اسد بري سره یو بل مندرې سړی راننوت. موږ ټولو سره یې د غاړې ستړې مه شي وکړه او له ناستې سره سم یې وویل، زه احمد الله وثیق یم. مجاهد صاحب په یوه مهم مجلس کې بند دی، هره ستونزه چې وي، ما سره یې شریکه کړئ. هغه زیاته کړه چې زموږ له نومونو سره اشنا دی او په ټولو ادبي او ټولنیزو فعالیتونو مو خبر دی. ویل یې د کابل پوهنتون له ادبیاتو فارغ دی. او دا چې د افغان ادبي بهیر ټول فعالیتونه یې وخت نه وخت له ټولنیزو شبکو څارلي دي.
له ده سره انګار صاحب د مطبوعاتو د ازادۍ او په مرکز او ولایاتو کې د مسوولو چارواکو له خبریالانو سره د ښه سلوک غوښتنې وکړې. هغه ورته په ځواب کې وویل چې بیګا به مو د مجاهد صاحب خبري کنفرانس لیدلی او اورېدلی وي، په وزارتونو او ولایاتو کې به مسوولو چارواکو ته سپارښتنې وشي چې له خبریالانو سره ښه چلند وکړي.