که غواړئ چې تاريخ مو نوم او کار نامې خپلي غيږي ته وسپاري او راتلونکی نسل مو ستاينه وکړي؛ نو هڅه وکړئ چې د روزنې او تاديبپه نوکانو خپل ملت وګروئ، مکمل ځان طلبه مه اوسئ.
د شهرت او شهوت پيريان مو هم له اوږو وغورځوئ، که خوشحاله ورځ غواړئ، يوبل کس ته خوښي ورکړئ، مرسته ورسره وکړئ، لاسورکړئ او خپل توان استعمال کړئ.
د مرستي پر مهال د مقابل طرف و سترګو ته مه ګورئ، ترڅو هغوی ته د شرم او حقارت احساس ونه سي، خپل ترسره کړي ښه مو هيرکړئ، هر وخت يې هغوئ ته مه ور پېغوروئ، همدا ژوند دی، حقيقي خوند او همدردي ده.