ليوان تل يوه ډله لري او په ګډه ښکار کوي, دوی ښکار له څلورو خوا راګېروي، لومړی يې زخمي کوي او کله چې ښکار ستړی شي او وغورځي، بيا پرې راټولېږي او ځان مړوي. د دوی طاقت په ”ډله“ کې وي؛ خو ځينې ليوان داسې وي چې له ”ډلې“ بېلېږي، يوازې اوسېدل او يوازې ښکار کول يې خوښېږي. د هغه طاقت د نورو په اسره او هيله کې نه وي، بلکې په ځان کې يې وي. هغه پوهېږي چې له ”ډلې“ سره اوسېدل اسانه دي، ځکه ”ډله“ هيله ورکوي؛ خو ”ځان پېژندنه“ نه درکوي، بلکې په ”ډله“ کې ”ځان پېژندنه“ سخته وي. دا ليوان د ”ځان پېژندنې“ په هڅه کې وي. دې ليوانو ته لان ولف (Lone Wolf) وايي. د دوی ژوند موږ ته راښایي چې د خپل ژوند په جګړه کې بايد ”خپله“ وجنګېږې. خپله لوږه بايد ”خپله“ ختمه کړې. خپل ځان باید ”خپله“ درک کړې. د دې ليوانو د يوازې اوسېدو ځانګړنه دا هم راښايي چې په ”يوازې“ ډول ددژوند تګلوري پېژندل او د مخکې تګ لپاره خپلې لارې برابرول، شخص قوي کوي او په نورو غوره والی وربښي. همدغه ليوانو سره بيا نور ليوان د يوځای کېدو کوښښ کوي تر څو خپله ”ډله“ پرې قوي کړي.
دا ممکنه نه ده چې یو څوک دې موږ درک او احساس کړي؟ زموږ احساسات یوازې په موږ پورې تړاو لري. که موږ رنځېږو، یوازې یې زموږ بدن احساسوي. که موږ خفه او ناهیلي یو، یوازې موږ یې احساسو، نور خلک زموږ د شکل حالت ویني، نه زموږ درون. زموږ غم په بل چا پورې اړه نه لري؛ نو څوک به څنګه پوه شي؟
یو څوک چې ستا درد او رنځ نه شي حس کولی، نو څنګه ترې د دې تمه کوﺉ چې تاسو خوشحاله او آرام کړي؟ یوه خبره مو له یاده ونه وځي، یوازینی کس چې تاسو درک کولی شي هغه پخپله ”ته“ یې، ځکه یوازې ته پوهېږې چې څه ډول احساس لرې. ستا کړاوونه، ناخوالې او غمونه یوازې ستا لپاره د درک وړ دي.
هر ځواک په خپل ځان کې ولټوﺉ، هغه که د مینې ځواک وي، یا د ارامتیا، خوښۍ، نیکمرغۍ او پرمختګ. نور خلک یوازې ستا له جسم او ظاهر سره اړیکه لري. له نورو د یو کار ترسره کولو، پرمختګ او درک تمه داسې ده لکه، لاس چې دې اور اخیستی وي او ته په تمه یې چې نور به دې درد او سوی احساس کړي او لاس به دې د سوځېدو څخه وژغوري.
د يو اردو شعر مفهوم دی چې: ”که يوازې د خپلې موخې او منزل په لور مزل وکړې، په لاره کې به ډېر خلک درته پيدا شي چې بالاخره به ترې يو کاروان جوړ شي.“
په سمه لاره يوازې تګ، هغې ”ډلې“ سره د تګ نه غوره دی چې په ناسمه لاره روان وي. د ژوند کولو خپلې تګلارې جوړول انسان ته د دې ځواک وربښي چې د خپلې موخې، خپل منزل څخه مخ ونه ګرځوې. دی پوهېږي چې که شاته وګرځېد او ماتې یې ومنله؛ نو د برياليتوب تر سرحد به ونه رسېږې، ځکه خو له ماتې وروسته هم پر نویو لارو غور کوي او تقلیدي قوانینو کې ځان نه ښکېلوي.
دا خبره په ياد ولرئ چې که څوک يوازې او پر نورو له تکيې پرته تګ کولی شي؛ نو هر څه کولی شي. هر هغه قدم چې ”يوازې“ اخيستل کېږي، د ارادو په قوي کولو او د حوصلو په لوړولو کې رغنده رول لري او پر ځان باور زياتوي. په وروستيو کې بيا هم د دې يادونه اړینه ده چې دا به ستونزمنه وي، خو هغه خبره ده چې: ”په سختو لارو منزل ته رسېدل اسانېږي.“