که راغورځېږې نه، که ستونزې نه ګالې، که په لاره درته خنډ نه پاتې کېږي، نو بریالی کېږې هم نه.
12. نه ته زوړ شوی یې او نه د بیا پيلولو لپاره ناوخته دی.
13. د انسان د پرمختګ مخه بهرني خنډونه نه نیسي، بلکې دده په ذهن کې شته خنډونه یې نیسي، چا چې خپل ذهن ساز کړ، هغه خپل ژوند ساز کړ.
14. خپله بریا هغو سره شریکه کړه چې مرسته یې درسره په کې کړې وه.
15. نورو ته لارې ښودلو وړاندې، ځان ته لار معلومه کړه.
16. کارونه ځان ته په زوره مه سختوئ، څومره یې چې ساده کوئ، هومره به زر کېږي.
17. خلک واورئ، تمرکز پرې وکړئ او د زړه په غوږونو یې واورئ.
18. د مرګ تر ورځې، هره ورځ ژوند دی، ښه یې وکړئ.
19. له تکړه خلکو زده کړه وکړئ.
20. هر وخت، هر کار کې خپله ټوله خواري کوئ