غږیز کتابونه څنګه ولولو؟ / صحت سمسور

زه یوازې پر لوستلو څه لیکم؛

زیات کسان، چې غږییز کتابونه اوري، ځېنې یې وایي څنګه کولای شو لېکنه، کیسه، د ناول او یا هم د بلې برخې کتاب لوستل په ښه اومعیاري لهجه ثبت کړو او اورېدونکی له ځان سره وساتو.

اکثره دا پوښتنې هغه کسان کوي، چې دوی واقعا د دغه برخو د لوستلو سره مینه لري او غواړي خپله مینه خړوب کړي، ترڅو په غږییزهبرخه کې خپل مینه وال راپېدا کړي.

څو سپارښتنې:

مینه هغه څه دي چې ته یې باید له اړوند برخې سره ولرې؛ ځکه مینه په هر کار کې مهمه ده.

لکه څنګه چې سندرغاړی/ ترنم ویوونکی د غزل/ نظم د دېکلمه کولو لپاره کمپوز جوړوي، دغسې د لیکنې او اړوند برخو لپاره د لوستلو سبکهم خورا مهم دی.

هرڅه چې لولې په سمه او دقیقه بڼه یې باید ولولې؛ کېدای شي ځېنې داسې کتابونه یا لیکنې وي، چې اورېدونکي ته هېڅ په زړه پورې ونهاوسي؛ خو د هرې برخې ځانګړي اورېدونکي او مینه وال شته، چې زړه تنګول ورته نه دي پکار.

مثلا:

زه پر ادبي لیکنه، کیسه لوستنه او ناول لوستلو تم کېږم.

لومړی:

تر هرڅه وړاندې د لیکنې، کیسې او یا هم ستا لپاره د کتاب انتخاب مهم دی.

دوهم:

مخکې له دې چې ته د لېکنې او یا هم کتاب د ثبت کولو لپاره لاس پکار شي؛ نو دغه لېکل په بار بار له ځان سره ولوله او بیا لوستل  پهداسې انداز سره کوه، چې زه اورېدونکی ستا د لوستنې سره د ستړیا احساس ونه کړم؛ ځکه په لوستنه کې باید دقت د سرعت قرباني نهکړې. یعنې

درېیم:

په لوستنه کې تر هر څه وړاندې الفاظ باید په سمه بڼه ولولې.

مثلا: ښار باید خار ونه لوستل شي، ښپه باید خپه ونه لوستل شي، خان باید حان ونه لوستل شي او همداسې نور لکه: اوهو! اممممم! اه! اخ!

زیات څه شته چې تاته په لوستنه کې ترمخ درځي.

څلورم:

د لېکنښو مراعت کول په لوستلو کې خورا مهم دي؛ ځکه هره لېکنښه خپل ځای لري. د مثال په توګه د ندایه(!) علامه استعمال شوې او ته ددغه علامې په لوستلو کې هېڅ قسم عکس العمل ونه ښایې؛ نو ممکن هغه خوند چې جملې ته دغه علامې وربښلی ستا پر لوستلو به بېخونده او پېکه شي؛ ځکه د لېکنښو مراعت کول لوستلو ته خپل خوند او مزه وربښي.

دا هغه څه دي چې زه کله یو ناول، کيسه او یاهم ادبي لېکنه غږییز کوم دغه برخو ته ډېره توجو کوم.

ځکه غږ د هر انسان ښکلی دی او دې ته دې نه ګوري چې زما غږ به په اورېدونکي بد ولګېږي او خوښ به يې نه کړي.

دغه معلومات چې پورته ذکر شول که مراعت دې کړل یقیناً چې ته به ډېر مینه وال په دغه برخه کې پيدا کړې.

Scroll to Top