غواړئ ښه لیکوال شئ!؟ وروستۍ برخه-

بريان ټريسي/لنډيز: ارمان مهربان/پرمختګ

وروستۍ برخه

غواړم يو ښه ليکوال شم، خو له کومه يې پېل کړم!؟

د يوه ښه ليکوال جوړيدو په لاره کې ښايي په دې پوهېدل سخت وي چې څنګه يې لومړني مراحل زده او طی کړم.
که مسلکي نه ياست د ښه ليکوال جوړيدو لپاره لومړی دا زده کړئ چې څنګه د لیکوالی مهارتونه زده او کار ترې واخلم.
خو که له ادبیاتو فارغ ادیب ياست او غواړئ چې د لیکوالی په ډګر کې ښه مهارت او نوم ولرئ، هره ورځ يو څه ولېکئ او په دې برخه کې کار وکړئ. وروسته چې کله په دې برخه کې په مسلکي ليکنې کولو بلد او برلاسي شوی، له يوه تجربه لرونکي او مسلکي کس سره مشوره وکړئ او خپل ليکلي مواد مو هغه ته وښاياست. وروسته له دې کولای شئ چې د خپلي لیکوالی پر مټ ښې پيسې لاسته راوړئ او څه مو چې ليکلي د کتاب په بڼه يې خپلو هېوادوالو ته ورسوئ.

– د لیکوالی په جريان کې د خپلو ليکنو ټولګه
که چېرې تاسو مقالې او لیکنې ولیکلې، وروسته مو د کتاب په بڼه چاپ کړي، تاسو ليکوال بلل کېږئ. خو د کتاب چاپ او خپرول آسانه کار نه دی. خو د هدف ته هغه وخت رسيدلی شئ چې لومړي پړاونه يې ښه طی کړئ. د کتاب په چاپ او خپرولو کې دوه خبرې دي. لومړی پخپل لګښت د کتاب چاپول، دوهم په خپروندويه ټولنې د کتاب خرڅول.
په خپروندويه ټولنه د کتاب خرڅول: ليکوال او خپرندويه ټولنه په خپلو کې سره تړون لاسليکوي او په دې توګه د خپرولو او خرڅلاو ټول صلاحيت او پيسې د خپرندويه ټولنې په واک کې وي. او لیکوال ته يوازې د تړون مطابق پيسې ورکول کېږي.
په خپل لګښت د کتاب چاپول: که ليکوال غواړي چې خپل آثر په شخصي لګښت چاپ کړي نو د کتاب چاپ،ايډيټ،ډيزاين او وروسته له چاپه کتاب ته مارکيټ او بازار موندنه ټول هرڅه پخپله او شخصي لګښت ترسره کړي.

– مخکې له دې چې کتاب چاپ کړئ لاندې ټکو ته پاملرنه وکړئ!

لومړی: ځان باوري کړئ چې کتاب مو چاپ ته تيار دی
ددې خبرې هدف دا نه دی چې ليکوال به نابشپړ شوي کتابونه چاپ او خپره کړي. هدف دا دی چې ليکوال بايد لومړي چاپ‌کيدونکي آثار د ايډيټ،جمله‌بندی او عنوانونو له نظره ښه دقیق وويني او قضاوت ورباندې وکړي چې چاپ يې کړي يا نه!؟ ځکه ښايي نوموړی ليکوال په راتلونکي کې يو ټاپ او نامي لیکوال شئ چې بيا به وروسته په چاپ او خپاره شويو کتابونو ډېر پښېمانه وي. کتاب چاپولو ته بېړه نه ده پکار. بلکې يو کتاب چاپ کړئ خو چې راتلونکې کې پرې پښېمانه نه وای.

دوهم: د کتاب قيمت يا بيه
يو ليکوال که غواړي چې آثار يې ډېر مينوال او لوستونکي ولري بايد د کتاب محتويات او قيمت په پام کې ونيسي. ځکه که د کتاب محتويات پېچلي او غموونکي وي څوک يې نه خوښوي او ددې سره سره که د کتاب بيه لوړه وي بيا يې هم لوستونکي نه رانیسي او د قيمت لوړوالي له امله يې لوستونکي نه پيدا کېږي. که د کتاب بيه ټيټه او مناسبه وي ښايي کتاب ډېر مينوال پيدا او بيا بيا چاپ شي.

درېيم: د کتاب خرڅلاو لپاره مارکيټينګ يا بازار موندنه
ليکوال ښايي مخکې له دې چې کتاب يې بازار ته وړاندې شي په ټولنيزو او چاپي رسنيو کې د بازار موندنې لپاره ډېر تبليغ او اعلانات وکړي. خو مخکې له چاپه يې دغه چاره بريالی نشې ثابته کیدای. ځکه د يو اعلان او تبليغ بار بار اوريدل او ليدل په خلکو غمېږي او له هماغه شي سره يې علاقه کمېږي. ښه ده چې د کتاب له چاپيدو سره جوخت ورته تبليغ او بازار موندنه ترسره شي. او هېڅوخت دا هڅه مه کوئ چې د يو ناچاپ آثر ليکنې،مقالي او موضوعات په ټولنيزو او چاپي رسنيو کې نشر او خپره کړئ. ځکه مخکې له چاپه يې لوستونکي لولي او وروسته يې بيا د کتاب په بڼه ددې لپاره نشی لوستلی چې ټول موضوعات او ليکنې يې تکراري بڼه خپلوي او په لوستونکو غمېږي.

د ليکنې پای (بريالي اوسئ)

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*