د سنبلې میاشتې لمر تېز لګېده، هلمند ګرم دی، د ژمي سړه هوا یې په خلکو ښه لګي، مجبور دي، سړه هوا یې په خوښۍ قبوله کړي، اوړی خو یې لړمون خوري، زه دلته په يوه شرکت کې دنده لرم، مياشت کې يو يا دوه ځلې کور ته ځم، له هلمنده تر زابله لاره ډېره او ستړې کوونکې ده، د معمول په څېر د پنجشنبې ورځ رخصت یم، هوډ مې وکړ چې د سیدان شاه بابا زيارت ته ولاړ شم، دا زيارت په اصل کې يو تفريحي پارک دی، ډله ډله ځوانان ورته راځي او مېلې کوي، د يوه چينار لاندې کټ کې پراته سپين ږيري خواته ورغلم، له سلام وروسته کټ کې را ټول شو، زه یې د لنګ خواته کېناستم، بابا پخوانی صاحب منصب وو، خبرې یې لنډې وې، ځينې ښاري توري یې په خوله ډېر راوړل، لکه: مننه، کور ودان، ژوندی اوسې او……..
درې دقيقې به ناست وم چې ملګري مې زنګ را وواهه، پوه یې کړم چې د دفتر ملګري چېرې په چکر ځي، باید ورسره ولاړ شم؛ له بابا مې رخصت واخيست، او د پارک له وړې دروازې بېرون شوم.
د ګريشک ولسوالۍ کې کوڅې ډېرې دي، نا بلده سړی پکې ورکېږي، سره ددې چې درې مياشتې مې دلته د دندې شوي وو، بيا هم غلط شوم، په بله کوڅه تللی وم، تر مخه مې يو تنکی ځوان له خپل پسه سره ولاړ وو، ډېر خولې شوی وو، ته وا که ښه ډېر کار یې کړی دی، له سلام وروسته مې ورته کړه:
_ ولې دې سوزونکي لمر ته ولاړ یې؟
_ نه یې ګورې؟ دې ضدي پسه خو لېونی کړم.
_ چېرته یې بيايې؟
سوړ اوسېلی یې وکړ، په ژړغوني آواز یې وويل: څه وکړم مور مې راته ناروغه پرته ده، پسه مې ولسوالۍ بازار ته روان کړی، خرڅوم یې مور ته پرې دوا اخلم.
پوښتنه مې ترې وکړه: پلار دې څه کار کوي کنه؟
_ د هاغه دوکان مخې ته یې دوه مياشتې وړاندې وويشته.
_چا؟
د هلک له سترګو اوښکې توی شوې، خبرې یې پسې وغزولې: پلار مې په روغتون کې نرس وو، تنخوا یې په نس مړولو، ژوند مو ښه وو، غم مو نه پېژانده، بس لکه د خوب ليده، هر څه يو دم بدل شوه، تر ننه یې درک ونه لګېد، چې د پلار ګناه څه وه، او چا وواژه.
خبرې مې نشوای کولې، غلی وم، هلک خپل ضدي پسه کش کاوه، زما خولې او اوښکې غبرګې روانې وې.
پای