شــپــږم حـــس!

 

انسانان د پینځه اصلي حسونو (لیدلو، اورېدلو، بویولو، ذایفې او لامسې) لرونکي دي، چې په دې وروستیو کې پوهانو په انسانانو کې د ۲۱ ډوله حسونو شتون اټکل کړی دی او لا څېړنې پرې روانې دي. په اوسني وخت کې شپږم حس یوه پېژندل شوې موضوع ده او پوهان یې په داسې ډول تعریفوي.

شپږم حس یو ذهني قدرت/توانايي ده چې د فزیکي او بیالوژيکي مېکانیزمونو له نظره پېژندل شوې ده او له پينځه ګونو حسونو سره کوم تړاو نلري بلکې د ذهن پواسطه عمل کوي. شپږم حس په انسانانو کې په مختلفو شکلونو سره را څرګندیږي او نمو کوي. په بعضو انسانانو کې یې بڼه داسې وي چې دوی هغه اوازونه اوري چې نور یې نشي اورېدلای، هغه څه ګوري چې نور یې نشي لیدلای او په بعضو انسانانو کې يې بیا بڼه داسې وي چې دوی د یوې پېښې د واقع کېدو احساس کوي او بیا پېښه واقع کېږي یا دوی د يوې پېښې د واقع کېدو خوب ګوري چې بیا وروسته هماغه پېښه رامنځته کېږي.

د شپږم حس شتون په ټولو انسانانو کې د بحث وړ دی. ځينې پوهان په دې اند دي چې ټول انسانان ددغه حس لرونکي دي خو استفاده ترې نشي کولای، ځينې پوهان بیا په دې اند دي چې شپږم حس په ځينو انسانانو کې شتون لري او د نړۍ ډېری نابغه ګانو منلې ده چې ددغه حس لرونکي دي.

د نړۍ بېساری پرمختګ او د ځينو انسانانو له لورې د هغه څه اختراع کول چې د نورو انسانانو په فکر او خیال کې هم نه راتله، د شپږم حس په شتون دلالت کوي. دا شپږم حس دی چې ځينو انسانانو ته د هغه څه د رامنځته کولو یا لیدلو احساس ورکوي چې نور انسانان ترې عاجز دي.

د امریکا د ملي علومو سازمان شپږم حس په شبه علم کې طبقه بندي کړی او په دې هکله څېړنې رواني دي چې شپږم حس د معلوماتو اصلي سرچینه له کومه ځایه ده.

Scroll to Top