سوداګریزي اړیکې

پوهنمل سید قیاس سعیدي

سوداګریزې اړیکې له هغه فعالیتونو څخه عبارت دي چي تجارت په ډګر کې د دوو اړخوونو او اشخاصو تر منځ تبادله او د افهام او تفهيم وسيله ګرځي البته نوموړي فعاليتونه ډول ډول موخې او مقاصد له ځان سره وړي چي په پوهني, علم  تجربو اونور و ”اړینو ضروري”توکو باندي استواره وي. سوداګریزي اړیکي دهغه اوږده جال د پروسي یوه لړۍ ده چی د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په مختلفو ډولونو اواشکالو غوړیدلي او هرڅوګ یی د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره په کار راوړي.

 ځيني پوهان په دې نظر دي چې د ژوند داسي هیڅ ډګر نشته چي له ارتباطاتو او اړیکو څخه خالي اوبي نیازه وي او دا چي مونږ د ورځې دسلګونو خبرونو او پیغامونو سره مخامخ کیږو د همدي لړۍ یوه برخه ده.

د سوداګرۍ په ډګر کې اړیکې او ارتباطات او همدا رنګه

د پیغامونو راکړه او د وګړو سره په مختلفو لارو مخاطب کېدل یعنی د چلند او تماس نیولو دیپلوماسۍ مراعات کول د ډیر اهمیت وړ دي او د همدي اړیکو او دیپلوماسۍ په مختلفو وسيله او د وګړو په نبض د پوهیدو او د مقابل طرف په ذوق او سلیقې پوهېدل بریالیتوب یوه مهمه وسیله ده، اجتماعي اسلوب او برخورد دیوي کمپنۍ په تولید کي تصمیم او پریکړو کي خواره اهمیت لري ځکه په تجارت کي تر هرڅه زیات اهمیت د روابطو پراختیا او چټکتیا لري تیز او چابګ تاجر باید دتیز زکاوت او تیز فهم خاوند وي او پدي اړه هغه څه چي مهم دي له پراخو روابطو سره تجارتي اعتبار ساتل اوږد تجارت تضمین کولی شي.

 

 #پیغام, خبرې, اړیکي او Communications هغه وسیله ده چي د انسان له پیدایښت سره ګډ راپیل کیږي اوا نسان ورته تر مرګ پوري ضرورت لري انسان یو مدني طبعیت لرونکي ذیروح دی د پیغام رسولو د افهام او تفهیم لپاره ترهرڅه دمخه دانسان ژبه دهغه داشارې او خوځیدو او د هغه لیکلی توري په کار لویږي, بله داچي لوي خدای د خپلو بنده ګانو د لار ښووني لپاره خپل سپیڅلي ارشادات کتابونه انبیاء او پیغمبران را استولي دي د سوداګرۍ او تجاوت په ډګر کي هم پيغام استول او اړیکي خپل څانګړي مقام لري د تاریخ په اوږدو کي د پوهانو د خپلو نظریانو په رڼا کي ورته نوي زیاتوني وربخښلي بلاخره د پوهانو او صاحب نظرانو دغه ډول ډول نظریات او لارښووني د تجارت په رونق او پراختیا کي سخت کار او رول ترسره کړي دی دلته په خپل بحث کي دځینو نظریاتو په راسپړوني پیل کړو.

دتجارت د علم اکثرو پوهانو تجارتي روابط په دری برخو ویشلي دي.

لومړي:نظریه: بريښنا یا الجبري تماسونه او روابط

دویمه: نظریه: د ټولنیزو یا اجتماعي روابطو نظریه

دریم:معنا داره یاحقیقي روابط

 

لومړی:بریښنایي اړیکې

 

ددي نظري په اساس د تجارتي اړیکو د ابلاغ یا رسنیو په ډګر کي د پیغام او فني اړخونه په پام کي ونیول شي پدي برخه کي د مطالعي دواړه طرفونه”پیغام”اخستونکي اوپیغام لیږدونکي یا Communicator په خپل ځای باندي ځانته اصول اوځانته مقررات ”اداب” لري بریښنایي رسنیو پیغام په الکترونیکي ژبه ترتیب کیږي او په هغو وسایلو استول کیږي چي له بریښنایي سره اړیکي لري مثلاً د برقي رسنیو په مدرنو وسایلو کي ,لکه بریښنا انترنیت. تلویزیون’مخابره’راډیو اوداسي نور…

صرف په پیغام کي باید داسي کرکټرونه راوستل شي چي دطرفینو تر مینځ په دوامداره توګه دښو روابطو تضمین کړای شي که څه هم دتجارتي پیغامونو اومراسلاتو خاصه ژبه اسلوب اوخاص مقررات اوخاص اصطلاحات وي چي دپروتو کول په موقع کي باید په دقت سره پري غور وشي ترڅو د التزام او مسولیت په صورت کي پرې واقعي استناد وکړتی شي که څه هم کله نا کله د تفاهم او عقد لپاره عادي ژبه او عادي اسلوب کارول کیږي خوکله تجارتي معامله درنه او د لوړ قیمت اوضمناً قرار دا دي شکل ولري بیانو پکار ده چي دعقد تړلو پر مهال د پیغام ادبیات او اسلوب د مقرره اصولو مطابق او لاسلیګ کړای شي.

 

دویم: د ټولنیزو روابطو نظریه

 

ددي نظریي په اساس هره ټولنه ځانته ځانګړی سبک او کلتور لري,د هري ټولني د وګړو خوي, کرکټرونه عادات, سنتونه او له بلي ټولنی سره توپیر لري ځکه خو پکار ده چي د تجارتي روابطو له په لړ کي د عامو موخو او اصولو او مقرراتو پرځای تر هر څه دمخه دیوې ټولني جوړښت اوخصوصیاتو ته وکتل شي د یوي ټولنې ذوق مزاج او سلیقه باید وپیژندل شي ….

او په همدي بنسټ باید سودا ګریزې اړیکي برقرار کړای شي دا به تجارتي پراختیا او ټینګښت لپاره ترټولو موثر ګام وي.

 

دريم:حقیقي روابط.

 

ددي نظري په اساس په تجارت کي تر هر څه زیات ظاهري اسلوب حقیقي اسلوبو ته باید پام وشي حقیقي اسلوب هغه وخت ټینګیږي چي دطرفینو ترمینځ لفاظي’تصنعي تشریفاتي خبرو پر ځای محتوا ته اهمیت ورکړل شي دلته د پیغام سبک او اسلوب دومره مهم نه وي دلته هر شی پرحقایقو اوسپېڅلتیا ولاړ دی.

 له بده مرغه په اوس وخت کي دغه اسلوب په شرقي تجارتي منطقو کي کم لیدل کیږي, خو په غرب کې ورته لوړ اهمیت ورکول کیږي.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*