ستا مينه (هنري نثر) / استاد صدیق الله رښتین 

 زه لا وړوکی وم د دنيا په سود او زيان نه پوهېدم، يوازې د مور او پلار ملګرې او اشنا مينې مې په زړه کې ځای نيولی و.

په همدغه وخت کې پاک خدای ستا مينه زما د زړه په پردو کې واچوله. ما په ډېره مينه ستا د مينې مرغلره په سيپۍ کې وساتله.

د ژوند شپې ورځې تېرېدلې. زه د ژوندانه په پاټکو قدم په قدم مخ په پورته تلم، زما د سترګو د وړاندې رنګارنګ پردې کښته پورته کېدې. وختونه بدلېدل، عمرونه اوښتل، د زمانې راز راز نقشونه مې ليدل، خواږه تراخه، ښه او بد، دا هر څه راباندې تېرېدل. د غم چپاوونه، د خوشحالۍ موسمونه پرله‌ پسې تلل راتلل، مګر ستا مينه پل په پل زما د ژوند ملګرې وه. زه هېڅ وخت په هېڅ حال او هېڅ شان کې ستا مينې ځانله نه يم پرېيښی. ما ډېرې رنګينې او ښايسته څېرې وليدې. ډېر زړه وړونکي نازونه او مکېزونه مې وکتل، ډېر ګلالي او پی مخي څيزونه مې له نظره لاندې باندې شول. زمانې ډېر چالونه ولوبول خو هېڅ شي ستا مينه زما له زړه نه ونه ويستلی شوه.

    خلقو هرڅه هرڅه وويل، قسما قسم نومونه يې راباندې کېښودل، چا لېونی، چا ساده، چا څه او څه وبللم، مګر زما په زړه کې د نورو مينو ځای نه و.

    له لومړۍ ورځې څخه د زړه پرېکړه دا وه:

خلق به هرڅه هرڅه وايي

زه زوړ اشنا په نوي يار نه بدلومه

   مجنون ته به چې چا د نورو مينو سپارښتنه وکړه، نو ده به ورته خپلې مينه ناکې سترګې ور واړولې او په يوه متين غږ به يې وويل:

دغه زړه مې د ليلا په مينه پر دی

په کې نشته دی د نورو مينو ځای

که زه ووايم چې ما د مور په غېږ کې ستا د مينې جلوه ليدلې وه، ما د خپل هېواد په کاڼو بوټو، خاورو او شګو کې ستا د ښايست ننداره کړې وه، نو دروغجن به نه يم.

ستا د مينې اغېز دومره زيات او پوخ دی چې تر اوسه يې کومې بلې مينې ځای ونه شو نيولی.

نه پوهېږم چې په کومه لاره په کومه دريڅه د زړه کور ته داسې په پټه ننوتله چې هيچا ونه ليدله.

هر چا ورته اديان وکتل، هر څوک ورته ګوته په غاښ ودرېد، هر چا ته يوه نا اشنا لوبه ښکارېده، خو زه وايم چې دا د خدای بخښنه ده، فطري زېږنده ده، (خدایه ته په زړه کې اچوې دا مينې) په داسې مينه څوک د ملامتۍ ويلو وړ نه دي. په خدايي او فطري مينه هيڅوک ګرم نه شي بلل کېدی.

ګرانې مينې! ما د خپل ژوند ډېرې خوږې شپې ستا په مينه سبا کړې دي. ما د زړه په صندوق کې شامدام لکه خزانه ساتلې ده. زه تل ستا په مينه ځان ډېر شتمن او بډای بولم.  ما په ډېرو سختو وختونو کې ستا د مينې زرزري زنځير له لاسه نه دی ورکړی. زما د زړه خونه ستا د مينې پلوشو داسې روښانه کړې ده چې ډېر يې له رڼا او برېښنا خوندونه اخلي.

ته………….. ماته تر هر څه او هر چا زیاته ښايسته يې.

ستا د ښايست ګلونه دومره ډېر دي چې هيڅوک يې په صفت نه مړېږي. ستا د ښايسته ونې ګور سيوري ته اوس ډېر ستړي لاروي دمه کوي او يو ساعت په هوسايي او ارامۍ تېروي.

زه ټول عمر ستا د ښايست په رنګينو وړانګو پسې لی په لی وګرځېدم. په غرونو رغونو سيندونو دريابونو کې مې ستا د ښکلا او جمال ذرې ولټولې. ستا د ښکلې ونې ښايسته سترګو، تورو زلفو سرکو شونډو تماشې ته مې اولسونه په ټنګ ټکور راوويستل.

ستا د خوشبويو زلفو وږمې ټوله نړۍ داسې مسته کړه چې اوس  دوی هم ستا په يادو سندرې وايي. ستا د ليدو هڅه کوي. په تا پسې شونټۍ رڼا کوي. په تا پسې ډيوې په لاس ګرځي.

اوس ستا د ښايست انګازې له هر ناو هرې درې، هرې ماڼۍ، هرې منارې او هر بڼ څخه پورته کېږي. ته اوس دسپوږمۍ په پلوشو کې خلقو ته ځان ښيې، غرونه او سيندونه ستا د ښکلا بدلې وايي. د شعر او ادب خاوندان د علم او پوهې څښتنان ستا له يادو، ستا له نومه د خوند او لذت غونچې جوړوي او ستا خوږ نوم هر ځای په ډېره مينه اخستل کېږي. ورځ په ورځ دې ميينان ډېرېږي او ستا د مينې له مرغلرو څخه هارونه جوړوي. ته د مين په زړه، د شاعر په قلم او اديب په فکر کې داسې ننوتی يې چې پس له مرګه لا هم ورسره ملګرې يې. اوس تا هرڅوک پېژني او هرڅوک دې په مينه غواړي. نو زه به هم جار ووايم…… اې زما ګرانې پښتو! تل ترتله تازه او ښېرازه اوسې!!

Scroll to Top